تاند- سوني کمپنۍ دوه نوي تلویزیونونه نندارې ته وړاندې کړل چې الټیمیټ ایکس ۱ (Ultimate X۱) غښتلی او نوی پروسیسر لري او تصویر یې تر موجودو تلویزیونونو ډېر روڼ او واضیح دی.
د سوني د دغو (ایل اي ډي) او (او ایل اي ډي) تلویزیونونو اندازه ۶۵ اینچه او ۷۵ اینچه ده.
د سوني نوي تلویزیونونه د 4k د واضیح تصویر ټکنالوژي لري او د (Dolby Vision) او (HDR10) ملاتړ کوي.
پر دې سربېره دا تلویزیونونه په اندروید سیستم سمبال دي.
نوي پروسیسر د دغه تلویزیون د تصویر له رڼوالي سره مرسته کړې ده.
دا تلویزیونونه د (Acoustic Surface Audio+) ټکنالوژي هم لري چې له کبله یې د تلویزیون ږغ لوړ او ښه کیفیت لري.