تاند- د ځینو اټکلونو خلاف د اپل کمپنۍ ایفون X ښه پلورل شوی او له کبله یې د اپل کمپنۍ عاید لوړ شوی دی.
د سږ کال په دوهم فصل یا وروستیو درو میاشتو کې د اپل عاید د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ ډېر شوی چې ۵۳ ملیارده او ۳۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.
د اپل د عوایدو د زیاتېدو یوه اصلي وجه ایفون ایکس ښودل شوی چې بیه یې زر ډالره ده.
په دې توګه اپل نه یوازې هغه هدف ترلاسه کړی چې دې کمپنۍ یې اټکل کړی و، بلکې تر توقع زیاته ګټه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د اپل عاید د نورو فصلونو په نسبت په دې یوه کې لږ و.
اپل وايي چې په وروستیو درو میاشتو کې یې ۴۱ ملیونه او ۳ لکه ایفونونه پلورلي. دې شرکت تېر کال هم همدومره ایفونونه پلورلي وو، خو د سږنیو موبایلونو بیه یې لوړه ده.
اپل اټکل کوي چې د راتلونکو درو میاشتو عاید به یې هم د ۶۰ ملیاردو او ۶۲ ملیارد ډالرو ترمنځ وي.
اپل لومړنۍ امریکايي کمپنۍ ده چې شتمني یې تر یو ملیارد ډالرو واوښته.
امازون هم خپله شتمني ۱۰۰۰ ملیارد ډالرو ته رسولې ده.