تاند- د لمر په انرژۍ چلېدونکې یوه بې پېلوټه الوتکه په لومړني الوت کې ۲۵ ورځې او ۲۳ ساعته په په هوا کې پاتې شوه او د اوږده الوت ریکارډ یې جوړ کړ.

د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بې پېلوټه الوتکه، چې (Zephyr S) نومېږي، یو ساعت کم ۲۶ ورځې له مځکې څخه ۷۰ زره فوټه لوړ پرواز وکړ.

تر دې وړاندې دومره وخت الوتکه په هوا کې نه ده پاتې شوې.

دا بې پېلوټه الوتکه په هوا کې له ۳ اوونۍ تېرولو وروسته پر مځکه کښېنسته.

تر دې پخوا د بې پېلوټه الوتکې د اوږد الوت ریکارډ، چې په ۲۰۱۵ م کال ثبت شوی و، ۱۴ ورځې و.

په ۲۰۱۵ م کال دا ریکراډ زافیر (Zaphyr) بې پېلوټه الوتکې دا ریکارډ جوړ کړی و.

د دې لپاره چې دا الوتکې تر وریځو لوړې الوځي، د لمرینې انرژۍ پینلونه یې ژر او اسانه چارجېږي.

ایربس کمپنۍ غواړي چې نورې ازمېښتي الوتنې هم وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *