تاند- د امریکا د جنوبي ویرجنیا ایالت چارواکي غواړي چې د رای ورکولو د سیستم د لا خوندیتوب لپاره له یوې نوې تکنالوژۍ کار واخلي.
په دې سیستم کې د رای د ټولولو لپاره د بلاک چین ټکنالوژۍ پر اساس له خوندي شویو سمارت یا ځیرک غوږیو څخه کار اخیستل کېږي.
تمه وه چې له دې سیستم څخه د امریکا د سږ (۲۰۱۸) کال د کانګریس په منځپړاوه انتخاباتو کې کار واخیستل شي.
د جنوبي ویرجنیا چارواکو په دې اړه په باسټن کې له واټز کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړی چې امریکايي سرتېري له خپلو ځیرک موبایل ټېلفونونو څخه په استفادې د نړۍ له هرې برخې څخه خپله رایه وکاروي.
د همدې هدف لپاره د موبایل ټېلفون یو ځانګړی پروګرام هم ډیزاین شوی او ثبت شوې رایې په بلاک چین کې ثبت او زېرمه کېږي چې په هغو کې د درغلۍ او لاس وهلو امکان له منځه لاړ شي.
له دې پروګرامه کار اخیستونکي رای ورکوونکي باید خپل عکس، چې حکومت تایید کړی و، ثبت کړي او بیا د رای ورکولو په وخت پر خپل موبایل سیلفي ویدیو واخلي او ویې لېږي.
یاد پروګرام پخوانی عکس له دې ویدیو سره پرتله کوي او د رای ورکوونکي هویت یقیني کوي.