تاند- په هرات کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر رييس وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید فرهاد مجیدي په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره یو ملیون ډالر رشوت ورته وړاندیز کړی دی.
په هرات کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر رييس احمدشاه قانوني ویلي«له هرات څخه د ولسي جرګې انتخاباتو ته کاندید فرهاد مجیدي زموږ د کمیسیون کارکوونکو ته ویلي چې رایې یې نه دي ګټلي او عزت یې له خطر سره مخامخ دی.»
د ښاغلي قانوني په وینا مجیدي د کمیسیون چارواکو ته وړاندیز کړی چې که کامیاب یې کړي نو یو ملیون ډالره به ورکړي.
په هرات کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر رييس وايي چې د مجیدي وړاندیز یې رد کړ او اوس نوموړی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر پر ضد تبلیغات کوي.
خو فرهاد مجیدي، چې د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی هم و، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د هرات د دفتر د ريیس تور رد کړ او ویې ویل د احمدشاه قانوني پر ضد به عدلي اورګانونو ته عرض وکړي.
ده همداراز وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به په هرات کې د ولسي جرګې د ۱۰۰ غړیو یو ايتلاف جوړ شي او د ده په وینا د منظمو انتخاباتي درغلیو پر ضد به ږغ پورته کړي.
په هرات کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۵ لکه ۲۷ زره تنو نومونه ثبت کړي وو چې ۳ لکه ۲۷ زرو یې خپلې رایې استعمال کړي دي.