تاند- په داسې حال کې چې په وسله والو طالبانو پورې تړلې عناصر ادعا کوي چې په اروزګان ولایت کې د خپلسرو توپکمارو قوماندان حکیم شجاعي طالبانو وژلی، د سیمې اوسېدونکي وايي، وروسته له دې چې شجاعي او ورسره ملګرو خپلسرو وسله والو د دوی پر کلي یرغل وکړ، د کلیوالو په ډزو ووژل شو.

حکیم شجاعي، د خاص اروزګان د لسګونو بې ګناه خلکو په قتل تورن و او د حکومت له لوري ظاهراً تر تعقیب لاندې و.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون ريیس محمد حنیف حنیفي، چې په خپله هم د خاص اروزګان اوسېدونکی دی، وايي چې حکیم شجاعي وروسته له دې ووژل شو چې د خاص اروزګان ولسوالي پر کونډلانو کلي یې یرغل وکړ.

د حنیفي په وینا په دې یرغل کې د شجاعي او د هغه مرستیال فکور ترڅنګ ۵ تنه نور غیرمسوول وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

په جګړه کې د سیمې ۷ کلیوال وژل شوي او لږترلږه ۵ نور ژوبل دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په جګړه کې طالبانو هم ورسره مرسته کړې خو اصلي مقاومت دوی په خپله کړی دی.

حکیم شجاعي د اروزګان د ۱۲۰ تنو بې ګناه وکړو په وژلو تورن و او سره له دې چې د نوموړي د نیول کېدو امر شوی و خو حکومت په دې خاطر اقدام نه شوای کولی چې په مرکزي حکومت کې شجاعي مهم پلویان لرل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *