کانګریس

د امریکا د کانګریس ټاکنې راتلونکې اونۍ (د نومبر په شپږمه) ترسره کیږی. دا ټاکنې ډیرې مهمې دي او په کورنی او بهرنی سیاست خورا اغیز لری.

 افغانستان لپاره کوم ګوند ګټور دی؟

د افغانستان او پاکستان اړوند د امریکا ګوندونه مشخصه، تعریف شوي او اوږدمهاله ګوندي ستراتیژی یا پالیسي نه لري. د دواړو  ګوندونو موقف په تیر وخت کی هم ددی هیوادونو په اړه ډیر توپیر نه درلود. د هر ګوند ولسمشر په خپل وار د حالاتو سره سم د دواړو هیوادونو لپاره موقف غوره کړی. په دې یوه لسیزه کی د امریکا دواړه ګوندونه تر ډېره د افغانستان او پاکستان چارو کې ورته پالیسۍ لری،خو د پاکستان پر وړاندي د ډونالډ ټرمپ سخت دریځ تاریخ جوړ کړ.

د امریکا ولسمشر جورج بوش د جمهوري غوښتونکو د ګوند، له پاکستان سره نرمه پالیسی پر مخ وړله. خو د همدی ګوند نوماند ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته، پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هیواد وباله او د فشارونو خبرداری يې ورکړ. دا د امریکا په تاریخ کې لمړی ولسمشر او د جمهوری غوښتونکو ګوند چارواکی دی چی د کابل له تمې سره سم، په دومره روښانه توګه يې د پاکستان د ترهګری اړوند دوه مخې پالیسۍ څخه پرده پورته کړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما غوښتل په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري وساتي. د ۲۰۱۶ کال د کمپاینونو په وخت کی ډونالډ ټرمپ ویلی و چی د افغانستان څخه به خپل ټول پوځیان راوباسی. خو له ولسمشر کیدو سر سم یې سرتیری د افغانستان څخه ونه ایستل او د کابل د غوښتې سره سم یې افغانستان ته لا زیات سرتیری واستول. دا پریکړه يې د افغان حکومت لپاره په دې معنی وه چې امریکا د افغانستان سره ملګرتیا ته دوام ورکوی. خو اسلام آباد ته یی پیغام دا و چی د هغوی د تمې خلاف، امریکا د افغانستان څخه نه وځي.

ددې تر څنګ، جمهوري غوښتونکي ولسمشر ټرمپ د هندوستان څخه وغوښتل تر څو د افغانستان سره پوځي او اقتصادي مرستې زیاتي کړي سره له دی چی پاکستان له افغانستان سره د هند د نژدې کېدو په اړه اندیښنی لري. د امریکا پخوانی ولسمشر اوباما چې د دیموکرات حزب څخه و، نه غوښتل هند د افغانستان سره تر ډیره نږدي شي.

همدا راز د ولسمشر ټرمپ حکومت د طالبانو سره د سولې په اړه هم ډیرې هلی ځلی پیل کړی. تر څو د افغانستان روان حالاتو ته سیاسي حل لاره ومومي او په دې هیواد کې څه کم څلویښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کیږدی.    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *