تاند- د کندهار د غښتلي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته پاکستان د چمن او سپین بولدک اوسېدونکو ته اعلان کړی چې بې وېزې تلی راتلای شي.

پاکستان ټودې ورځپاڼې له چمن ښارګي څخه په ورکړي راپور کې ویلي، پاکستاني چارواکو ویلي چې نور د دې سیمې د دواړو خواو مېشت قبایل وېزې ته اړتیا نه لري.

ورځپاڼه وايي چې د سیمې اوسېدونکو او سوداګرو د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

راپور زیاتوي، د پاکستان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /اکتوبر۳۰/ هغو قبایلو ته هم وېزه ختمه کړه چې تورخم ته نژدې اوسي.

نور به هغه کسان، چې کورونه یې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې تورخم ته نژدې دي، د تګ راتګ لپاره پاسپورت او وېزې ته اړتیا نه لري.

د چمن او سپین بولدک د دواړو خواوو ډېری اوسېدونکي اڅکزي دي او د جنرال عبدالرازق په وژلو سخت غوسه شوي دي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه غوښتي چې له افغانستان سره د پولې د ازادولو په اړه خپله ژمنه عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *