تاند- طالبان وايي چې له ګوانتنامو بنده خوشي شوي طالب مشران د دې ډلې د قطر د دفتر رسمي غړي شول او ژر به له امریکايي استازو سره رسمي خبرې پیل کړي.

امریکا په ۲۰۱۴ م کال د خپل یوه اسیر شوي پوځي د خلاصون په بدل کې د طالبانو ۵ مشران له ګوانتنامو بنده خوشي کړل.

ملا خیرالله خیرخوا، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر و، ملا نورالله نوري، چې د بلخ او لغمان والي و، ملا عبدالحق واثیق، چې د طالبانو د استخباراتو ريیس و، ملا فضل مظلوم او محمد نبي عمري د طالبانو د قطر د دفتر غړي ګومارل شوي دي.

دا کسان په داسې وخت کې د طالبانو د دفتر غړي شوي چې امریکا له طالبانو سره تراوسه پورې لږ ترلږه دوه ځلې ښکاره خبرې کړي دي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې له ګوانتنامو څخه خوشي شویو طالب مشرانو استراحت کړی او اوس وخت دی چې د طالب مرکچیانو په توګه په خبرو کې ګډون وکړي.

قطر او امریکا تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې پاکستان د طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملاعبدالغني برادر او ملا صمد ثاني د خلاصون اعلان وکړ.

سره له دې چې پاکستان د طالبانو دا دوه مشران د افغانستان د حکومت په مشوره نه دي خوشي کړي او دا هم نه ده معلومه چې هغوی چیري دي، اسلام اباد وايي چې دا کسان یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره خوشي کړي دي.

پاکستان څو کاله پخوا هم د ملا برادر د خوشي کېدو اعلان کړی و، خو هیچا ته څرګنده نه شوه چې برادر په دې موده کې ازاد و که بندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *