تاند- د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا ردوي چې ګنې له فراه څخه هرات ته تلونکې هیلي کوپتر دې ډلې ویشتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه څرخکه نن سهار په داسې حال کې چې ۲۵ تنه پکې سپاره ول او د فراه له اناردرې ولسوالي څخه د هرات شینډنډ ته روانه وه، د دواړو ولایتونو ترمنځ ولوېده او پکې درسته سپرلۍ مړه شوه.

طالبانو ویلي چې دا هیلي کوپتر دوی ویشتې ده خو دفاع وزارت وايي چې د هوا د خرابۍ له کبله څرخکه لوېدلې ده.

د یوې څرخکې د لوېدو په نتیحه کې ۲۵ تنه ووژل شول

د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه نن د هیواد په لوېدیځ کې ولوېده او ۲۵ تنه سپرلۍ یې مړه شوې ده.

د فراه د والي ویندوی نصیر مهدي رسنیو ته وویل چې هیلي کوپتر د ایران په پوله کې له اناردرې ولسوالۍ څخه له الوتلو لږ وروسته وغورځېده. دا هیلي کوپتر له اناردرې ولسوالي څخه هرات ته روانه وه.

امنیتي چارواکي د هیلي کوپتر د لوېدو علت د هوا خرابوالی ښيي. خو طالبان ادعا کوي چې دوی ویشتې ده.

د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور او د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال قوماندان نعمت الله خلیل په دې څرخکه کې د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

فرید بختور یو له هغو کسانو څخه و چې په فراه ولایت کې یې د ایران د سپاه پاسداران د مداخلو پر ضد په ځلونو ږغ پورته کړی و.

له دې سره په یو وخت نن سهار په کابل کې د پلچرخي د محبس مخته یوه انتحاري حمله وشوه. په دې برید کې ۴ تنه شهیدان شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *