له ښۍ خوا: جیمز متیس او جنرال سکاټ میلر

تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، هغه وخت راغلی چې د افغانستان جګړه د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

جنرال سکاټ میلر نن /چهارشنبه/ له این بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، په تېرو دوو میاشتو کې، چې ده په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده په غاړه اخیستې ده، د امریکايي پوځیانو تهاجمي حالت زیات شوی چې د دې بدلون له کبله د مرګ ژوبلو شمېر ډېر شوی دی.

خو ده په عین حال کې وویل، د امریکا متحد ایالتونه مني چې د قوې په زور بریالیتوب نه شي ترلاسه کېدای.

جنرال میلر زیاته کړه«زما جاج دا دی چې طالبان هم دې نتیجې ته رسېدلي چې له پوځي لارې بریالي کېدای نه شي. نو که څوک په دې پوی شي چې د قوې په زور بریالی کېدای نه شي، له ځانه پوښتنه کوي چې د څه لپاره جنګ. ضرور نه ده چې زموږ وتلو ته انتظار وباسي، فکر کوم اوس هغه وخت دی چې د جګړې د سیاسي حل لپاره کار پیل شي.»

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس هم د سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې پخلاینه د امریکا د افغان ستراتیژۍ تر ټولو مهم هدف دی.

متیس د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتیوت کې د وینا په مهال وویل چې د افغانستان د پحلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د همدې هدف لپاره کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *