منډه د ټاکلي موخې په لور په دوه ډوله ده؛ يوه ظاهري او بله معنوي. د ظاهري منډو په يو ډګر کې ډېر ښه يوو. مانا دا چې د لوبو په ډګر کې مو منډې ډېرې ښې روانې دي. په همدې ډول د ظاهري منډو يو بل ډګر چې ډېر بد دی او ښه پکې تکړه هم يوو، د جګړې ډګر دی. ولې په معنوي منډو کې مو سپينې مړې دي. خو د دې علت هم دا دی چې يواځې د جګړه ييزو منډو ترړو په اړه فکر کوو!

منډې په خپل ذات کې ډېر توپير سره لري. ځينې منډې يواځې د ځان لپاره وي! ځينې د وطن او خلکو لپاره! او آن ځينې د نړۍ او په نوم انسان لپاره!

نن سبا چې د ټاکنو لپاره منډې ترړې زياتې شوې هرکانديد هڅه کوي چې له بله وړاندې شي او لومړي مقام ته ورسېږي خو ځينې نور بيا ايله دويم او دريم مقام ته د رسيدو هڅې کوي! کلونه وړاندې دا فکر له دغو ډلو سره نه و چې له لومړي مقامه تېر شي! بلکې هر يوه به دورغجنې نارې وهلې چې ولس راسره دی (!) نو ځکه بايد لومړي مقام ته ورسېږي. دا يو ښه بدلون دی! خو کاشکې دوی د افغانستان د کرکټ او فوټبال له لوبغاړو زده کړي چې د ځان لپاره نه بلکې د هېواد لپاره منډې ووهي!

د منډو ترمنځ تو پير

 عبدالله عبدالله د ځان لپاره لومړي مقام ته منډې وهي او نبي عيسی خېل د افغانستان لپاره نړېوالو سياليو ته!

 دوستم د ځان لپاره د لومړي مرستيال درجې ته منډې وهي او نوروز منګل په نړۍ کې د ملي بيرغ د رپولو لپاره!

 کريم خليلي او ملګري يې د ځانونو لپاره د دويم مرستيال مقام ته منډې وهي، کريم صادق او حمزه هوتک د ملګرو سره يو ځای د افغانستان لپاره نړيوال جام ته منډې وهي چې هېواد ته يې راوړي!

احمدضياء مسعود او امرالله صالح  د دوستم  منډو ته خوښ دي او ځانونه ورسره شريک بولي، حميدحسن او شاپور ځدراڼ د نبي عيسی خېل کلک ملاتړ کوي او منډې وهي چې نړېواله بريا هېواد ته راوړي!

رسول سياف، محمود کرزي، ګل اغا شيرزي، زلمي رسول او نورو خپل خپل نومونه د رسمي منډو لپاره د ټاکنو په دفتر کې وليکل خو د کرکټ لوبډلې د ګران افغانستان نوم د ۲۰۱۵ کال  د نړېوالو سيالانو لېست ته په خپلو مخلصانه منډو سره پورته کړ!

د کرکټ يا د فوټبال منډې که هرڅومره لوبغاړي ستړي کړي دوی ستړيا نه محسوسوي! ځکه  د دوی ستړيا د ولس په خوښۍ بدلېږي! دوی چې هرڅومره ډېرې منډې ووهي ولس داد ورکوي! معنوي انرژي ورکوي! دعا ورته کوي! حتی د مينې منډې ورسره وهي او نازوي يې! ځکه چې د دوی هر يوه منډه افغانستان بري ته نېږدې کوي! خو د سياستوالو(!) له منډو ولس په منډه دی! ولس ښيرې ورته کوي! او دوی چې هرڅومره منډې تېزوي د ولس ويره تېزېږي!

فقيريار په نيپال کې د هند په لسګونه توپونه په يواځې ځان وګرځول خو همدغو سياستوالو د نړيوالو ملګرو د ملګرتيا سره سره د پاکستان يو توپ هم ونه شو ګرځولی!

په منډه ده که په ټنډه؟

ځينې وايي په منډه نه، په ټنډه ده (!) خبره يې هغه وخت سمه ده چې په ظاهر کې د منډې لپاره هرڅه برابر او په تول پوره وي خو د منډې سره سره هم پاتې راشي! يا هېڅ بې هېڅه بې له کومې ستونزې ورباندې واوړي!

خو که موږ د کرکټ او فوټبال لوبغاړي ګورو نو بې شمېره ستونزې يې ګاللې او هېواد ته يې برياوې راوړې مګر د سياستوالو منډې او ټنډې مو هم ليدلې چې بې له جنګه، بې له شرمه، بې له مرګه او بې له سرټيټي يې بل څه نه دي رواړي!

ساده حيدرخېل

۱۵ ميزان ۱۳۹۲

حيدرآباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *