تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د پکتیکا ولایت ته به د دوهم درجه ولایت ارتقا ورکړي او ګڼې پروژې به پکې عملي کړي.
ولسمشر غني نن /شنبه/ په ښرنه کې د پکتیکا ګڼ شمېر خلکو ته په وینا کې وویل چې پکتیکا به په یوه اوونۍ کې له درېم درجه ولایت څخه په دوهم درجه ولایت واړوي، د ولایتي ادارې لپاره به په یو ملیارد او ۳ سوه ملیون افغانۍ د ودانیو کمپلیکس جوړ شي، د ۱۴۹ تنو لپاره به اډیتوریم ودان شي او دغه راز به د پوهنتون لپاره یو لړ کارونه وشي.
ښاغلي غني همداراز وویل چې د پکتیکا د برېښنا پر پروژه به ۶۰ ملیون ډالره ولګېږي او د ولایت روغتون به، چې اوس ۷۵ بستره دی، ۱۵۰ بسترو ته زیات شي.
ولسمشر وویل، پکتیکا پوهنتون به مستقل شي او دوه نور پوهنځي به پکې جوړ شي. د پوهنتون د احاطې دېوال به جوړ او د انګور اډې سرک په پاتې برخه به هم پانګونه وشي.
ده وویل، د پکتیکا د ځنګلونو احیا او ساتنې ته اساسي پام کېږي او کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې پکتیکا پوهنتون ته د کرنیزو څېړنو یو فارم او د جلغوزو د پروسس یو مرکز هم په پکتیکا کې جوړ کړي. همدارنګه به امکاناتو ته په پام یو یا دوه بندونه هم په پکتیکا کې جوړ شي.
ښاغلي غني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې له خپلو وسلو سره مخه ښه وکړي، له پردیو سره خپلې اړیکې پرې کړي او له خپل هیواد سره چې د مور او پلار حیثیت لري یوځای شي، ځکه هیڅوک هم له مور او پلار څخه زیات مهربان نه دی.
د ولایت د درجې لوړول د ولایت د بودیجې او امکاناتو په زیاتوالي باندې مستقیم اثر پریباسي. ډیره مننه ولسمشره!