تاند- جاپاني چارواکي وايي، د دغه هیواد په شمالي سواحلو کې یو ټاپو ورک شوی او سمندرغاړي ساتونکي د دې جزیرې د موندلو په لټه کې دي.

ګومان کېږي چې دا ټاپو به تر اوبو لاندې شوی وي.

د جاپان ساحل ساتونکو د بې درکه شوي ټاپو د موندلو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي دي. که دا ټاپو، چې (ایسانبي هاناکویتا کوجیما) نومېږي، ونه موندل شي د جاپان نقشه او نړیوالې پولې به یې بدلې شي.

د راپورونو له مخې، ښايي (ایسانبي هاناکویتا کوجیما) ټاپو د تېزو بادونو، واورو او بارانونو له کبله د اخڅیک سمندرګي تر اوبو لاندې شوی وي.

اخڅیک سمندرګی د جابان د شمال په هوکایدو سیمه کې د دغه هیواد او روسیې ترمنځ دی.

د جاپان په ایسانبي هاناکویتا کوجیما ټاپو کې څوک نه اوسېدل. جاپان دا ډول بې هستوګنو ۱۵۸ نور ټاپوګان هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *