ژوند ته دې شفا ورکړه!
لیکواله: لویس. ایل. هې
ژباړن: صالح محمد صالح
د ارواپوهنې دا کتاب تر پنځوس میلونه زیات چاپ شوی، د خوشحاله ژوند او ښو فکرونو یو بهترین لارښود دی. د پښتو د تکړه ژباړن صالح محمد صالح چې په لسګونو کتابونه یې ژباړلي، له یوولسو کالو وروسته یې بیا یوه مهمه ژباړه چاپیږي.
سپینه بېړۍ
لیکوال: چنګیز ایتماتوف
ژباړن: دوکتور لطیف بهاند
د روسي ژبې د لوی لیکوال چنګیز ایتماتوف په زړه پورې ناول دی، چې د پښتو پېژندل شوي لیکوال او ژباړن دوکتور لطیف بهاند ژباړلی، د چنګیز د اثارو په اړه ویل کیږي چې د ده په ځوانۍ کې په کلاسیک بدل شول او د روسیې روشنفکره طبقې ته ډېر په زړه پورې ول. ایتماتوف د ادبیاتو په برخه کې د روسې لویې جایزې هم ګټلي.
ګیتآنجلي
د رابندرناتهـ ټاګور، شهکار
ژباړن: استاد عبدالروف بېنوا
سریزه: اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد
په نړیواله کچه د دغه پېژندل شوي کتاب لیکوال د نوبل جایزه هم ګټلې، استاد عبدالروف بېنوا دغه کتاب پخوا ژباړلی چې څو ځله چاپ شوی، پر ګیتآنجلي د پوهاند رشاد لیکل شوې سریزه له ډېرو غني مالوماتو ډکه ده. په دې کتاب کې د پښتو د لوی شاعر پیر محمد کاروان په زړه پورې سریزه هم موندلای شئ.
د وحشت بلنه
لیکوال: جک لندن
ژباړن: جبار فراز
د انګلیسي د ستر لیکوال جک لندن دغه شهکار ناول، له چاپ سره سم د ډېرو پام ور اړولی. جبار فراز تر دې وړاندې د لندن یو بل شهکار سپین داړی هم ژباړلی. دا دواړه داستانونه په یو ډول تړلي، که یو ولولئ بل به حتمن لولئ.
ته نوښتګر یې! (خپل نوښت غوړېدا ته پرېږده!)
لیکوال: یو کام کیونګ
ژباړن: محمد داود سلیم
دا د نوښت د زده کړو د متخصص یوکام کیونګ په زړه پورې اثر دی چې ښاغلي دواد سلیم له انګلیسي ژباړلی. په دې کتاب کې په هره برخه کې د نوښت په اړه نوې لارې چارې موندلای شئ
کېني او ښامار
لیکوال: ټوني ډېټر لیځي
ژباړنه: اناهیتا روهي
لیځي تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته ډېر په زړه پورې کتابونه لیکلي، چې یو پېژندل شوی کتاب یې کېني او ښامار دی.
په ساده او ښکلې پښتو دغه ژباړل شوی کتاب که له خپلو ماشومانو سره ولولئ، هم به تاسو ته په زړه پورې وي هم مو ماشومانو ته.
که دا کتابونه واخلئ او ولولئ، نو موږ به نور چاپ کړای شو.