په هلمند کې دیوه ښوونځي دبنسټ ډبره کیښودل شوه

د هلمند ولایت دناوې ولسوالۍ اړوند د سپین لومړني ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه ودانۍ به په پاخه او اساسي ډول په راتلونکو ۸ میاشتو کې جوړه شي، چې ۱۰درسي ټولګي،         ۴ اداري خونې،   د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره میزونه ،څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
په نوې ودانۍ ۹۹ زره امریکايي ډالره لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت د پوهنې دکیفیت د لوړوالي د پروګرام  لخوا ورکول کېږي.
د سپین  په ښوونځي کې دا مهال ۵۰۰ زده کوونکې په زده کړو بوختې دي، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کړو خوندي چاپېریال ورته برابر شي.
د ودانۍ د بنسټ ډبرې د کیښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د هلمند د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکوګډون درلود.

په بادغیس کې د ښوونځي لپاره شخصي ځمکه ور کړل شوه

بادغیس: د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ یوه اوسیدونکي عبدالحبیب خپله یو نیم جریب ځمکه د خپل کلي د ښوونځي  دجوړ ولو لپاره  ډالۍ کړه.
په دغه ځمکه به د نجونو د تاشبلاق  دلومړني ښوونځي لپاره  ودانۍ جوړه شي . د بادغیس د پوهنې ریاست وايي چې د ښوونځي لپاره په دغه ځمکه به د سلګونو نجونو ستونزه د ودانۍ د نشتوالي له امله لیرې شي .
دپوهنې وزارت له ورته کسانو مننه کوي او ژمنه کوي  چې د ښوونځیو لپاره د خلکو په اهدا شویو ځمکو کې به د سیمې خلکو ته ښوونځي جوړوي .

د بلخ  د پوهنې کارکوونکو ته لس ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو

د بلخ ولایت مرکز اړوند دښوونځیو مدیرانو او دپوهنې ریاست ۱۰۰ تنو کارکوونکو  ته د نوي مدیریت په سر لیک   لس ورځنۍ روزنیز  ورکشاپ جوړ شو.په ورکشاپ کې ګډونوالو ته دمدیریت او ادارې په اړه  روزنه ور کول کیږي او دا ور ښوول کیږي چې په څه ډول خپلې چارې ساده او ښې رهبري یا تنظیم کړي.
د بلخ دپوهنې ریاست په تالار کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دپوهنې رییس دغه ډول روزنه خورا مهمه اواړینه وبلله  او دظرفيتونو د لوړولو په برخه کې یې  ګټور وبلل .دپوهنې رییس  دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د بحث وړ ټول  مسايل په پوره غور وڅاري او بيا يې په خپلو کاري ساحو کې پلي کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *