تاند- هغه امریکايي پوځي چې پرون /شنبه/ په کابل کې د یوه نفوذي په حمله کې ووژل شو، د متحدو ایالتونو د یوټا ایالت د شمالي اوګدن ښاروال و.

شمالي اوګدن ښار ۱۷ زره نفوس لري.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، حمله کوونکی د افغانستان د امیتي ځواک غړی و او پر برینټ ټایلر له ډزو سره سم د یوه بل افغان له لوري وویشتل شو.

د شمالي اوګدن ښار د شورا غړي فیلیپ سوانسن د ټایلر وژل کېدا تایید کړه.

سالټ لېک تریبیون او نورو رسنیو پرون /شنبه/ راپور ورکړ چې د شمالي اوګدن ښاروال ۳۹ کلن برینټ ټایلر له ملي ګارد سره د خدمت په ترڅ کې وژل شوی دی.

د امریکا په سنا جرګه کې د اوټا سناتور او د دې ایالت څو نورو چارواکو هم د ټایلر وژل کېدا تایید کړه.

ټایلر په ۲۰۰۹ کې د شمالي اوګدن د ښاروالۍ شورا غړی شو او ۲۰۱۳ م کال ښاروال غوره شو.

دی د سږ کال په جنورۍ کې د یوټا ایالت له ملي ګارد سره افغانستان ته واستول شو. هماغه وخت ده سیمه ییزو رسنیو ته ویلي و چې د افغان کومانډو کنډک د سلاکار په توګه به کار وکړي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې نفوذي حملې بیا زیاتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *