تاند- د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وايي چې تراوسه پورې یې د هغې څرخکې د ټولو قربانیانو مړي نه دي موندلي چې ۴ ورځې وړاندې د فراه او هرات ترمنځ ولوېده.
په همدې حال کې طالبانو ویلي چې مړي له دوی سره دي او په هغه شرط یې حکومت ته سپاري چې حکومت د کندهار د پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د قاتل مړی وروسپاري.
د اکتوبر په دېرشمه نېټه د ملي اردو یوه څرخکه چې د فراه له اناردرې څخه د هرات شینډنډ ته روانه وه، د تخنیکي ستونزې له کبله له یوه غره سره ولګېده او پکې درسته ۲۵ سپرلۍ ووژل شوه. په وژل شویو کې د ظفر قول اردو مرستیال او د فراه د ولایتي شورا ريیس هم شامل دي.
طالبانو سمدستي د دې هیلي کوپتر د ویشتلو ادعا وکړه خو وروسته په خپرو شویو ویدیوګانو کې څرګنده شوه چې هیلي کوپتر یا ډېره درنه وه او یا یې تخنیکي ستونزه لرله ځکه چې د پورته کېدو په مهال څو ځلې پورته او بېرته ناستې ته اړوتله.
د افغانستان دفاع وزیر نن /یکشنبه/ په ولسي جرګه کې وویل، څرخکه د تخنیکي ستونزې او زیات بار له کبله وغورځېده. په هغه سیمه کې چې دا الوتکه هلته ولوېده یو لړ عملیات وشول خو مړي ونه موندل شول، اوس استخباراتي برخه هڅه کوي چې د مړو موقعیت ومومي.
د هرات د والي ویندوی محمد ناصر مهري ویلي چې یو شمېر مړي موندل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د مهري په وینا ۱۱ مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي او نور له طالبانو سره دي.
له بلې خوا طالبانو ویلي چې مړي له دوی سره دي او هغه وخت به یې وسپاري چې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازف اڅکزي د قانل مړی وروسپارل شي.
په همدې حال کې د کندهار د والي د ساتونکو لیکې ته د دغه ځوانکي د ننوتلو راز ځینو چارواکو په غیررسمي ډول افشا کړی خو وايي چې دا قضیه د دې لپاره نه علني کوي چې شرموونکې ده.