تاند- د هانګ کانګ د ساتیز موسسې په لیلام کې یو الماس، چې د خالص والي یا سوچه توب اندازه یې لوړه وه، په دېرش ملیونه او شپږ لکه ډالره وپلورل شو.

د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې دا سپین الماس، چې ۱۱۸.۲۸ تولې وزن لري او بیضوي تراشل شوی، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ لیلام ته وړاندې شو.

د دې الماس اندازه تقریباً د یوې وړې هګۍ هومره دی. دې ته په پام سره چې هغه ډېر خالص دی تمه کېده چې په ۳۵ ملیون ډالره به وپلورل شي.

دا الماس په ۲۰۱۱ میلادي کال د افریقا د جنوب د یوه هیواد په یوه کان کې موندل شوی و. تر تراشل کېدو مخکې د هغه وزن ۲۹۹ تولې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *