تاند- وروسته له دې چې د افغانستان حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ، هند هم وویل چې تراوسه پورې یې د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

د جمعې په ورځ د روسیې د باندنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني موافقه کړې چې د راتلونکې جمعې په ورځ /نوومبر۱۰/ به د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس ته یو پلاوی ولېږي.

خو د افغانستان حکومت دا خبره رد کړه او ویې ویل چې تراوسه پورې یې پرېکړه نه ده کړې چې دې غونډې ته پلاوی ولېږي او که ونه لېږي.

په عین حال کې ځینې حکومتي سرچینې وايي چې ممکن د سولې د عالي شورا یو پلاوی د مسکو غونډې ته ولېږل شي خو دا موضوع هم تراوسه پورې نهايي شوې نه ده.

په همدې حال کې د هند سټېټسمن ورځپاڼې نن /یکشنبه/ په نوي ډیلي کې د باوري سرچینو په قول وویل چې د هند حکومت تراوسه پورې پرېکړه نه ده کړې چې د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او که ونه کړي.

تېر ځل هم کله چې افغانستان وویل چې د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي هند اعلان وکړ چې د مسکو غونډې ته به پلاوی ونه لېږي.

روسیې د افغانستان او هند ترڅنګ امریکا، چین، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، تاجکستان او ایران ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

روسیې هیله ښودلې ده چې هند به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د مسکو غونډه تراوسه پورې څو ځلې ځنډېدلې ده.

د مسکو غونډه د افغانستان په اړه د نورو نړیوالو غونډو خلاف د کوربه هیواد ترڅنګ د افغانستان په مشرۍ نه جوړېږي. په دې غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *