تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز نن مازدیګر په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې پر چاه بهار بندر د هغو بندیزونو د اغېز په اړه خبرې وشوې چې امریکا پر ایران لګولي دي.
ټاکل شوې ده چې پر ایران د امریکا هغه ټول بندیزونه سر له سبا /دوشنبې/ بېرته پیل شي چې په ۲۰۱۵ م کال د ایران د اتومي موافقې له کبله لغوه شوي ول.
افغانستان او هندوستان په ځانګړي ډول تشویش لري چې د امریکا بندیزونه به هغه ټولې هلې ځلې بې ګټې کړي چې د چاه بهار بندر د فعالولو لپاره یې په تېرو څو کلونو کې کړي دي.
دا بندر د هند لپاره لا ډېر اهمیت لري ځکه چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند یوازینۍ اسانه او ارزانه ارتباطي لار ده. هند د چاه بهار بندر د تاسیساتو پر جوړولو او پراخولو شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالره پانګونه کړې ده.
د افغانستان حکومت پخوا هم د چاه بهار بندر په اړه د امریکا له حکومت سره خبرې کړې وې او نن په ارګ کې د ولسمشر غني او مېرمن ویلز په کتنه کې پرې بیا خبرې وشوې.
ارګ وايي چې د دغو خبرو پایلې به ژر له ولس سره شریکې شي.
وروسته له دې چې زلمی خیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی، دا لومړی ځل دی چې د امریکا یوه جګپوړې چارواکې افغانستان ته راځي او له ولسمشر غني سره ویني.