تاند- د امریکا په میزوري ایالت کې یوه ښځه د خپلې کم عمره لور د پلورلو په تور ونیول شوه.
دې ښځې، چې عمر یې ۲۷ کلن ښودل شوی، غوښتل چې په څو ډالرو خپل یوولس کلنه لور انلاین یا د انترنټ له لارې وپلوري.
ویل شوي چې دا ښځه په مخدرو موادو روږدې ده او د مخدرو موادو د رانیولو لپاره یې خپله لور خرڅوله.
خو د هغې نېکه پولیسو ته ټېلفون وکړ.
پولیسو ښځه وڅارله او ورته جوته شوه چې هغې د جنسي اړیکو لپاره خپله لور خرڅلاو ته وړاندې کړې وه او د هغې لوڅ عکسونه یې هم په انترنټ کې خپاره کړي ول.
اټکل کېږي چې محکمه به دا ښځه په ۱۴ کاله بند محکومه کړي.