افغانستان څلویښت کلنې جګړې، افغان ملت دومره و ځپلو چې نور ځوان، ماشوم، بوډا، او د افغانستان نر او ښځه په یوه خوله سوله غواړي، ځکه چې جګړې هر څه ور ځینې واخیستل.
مخا مخ د افغانستان د سولې په اړه ملګري ملتونه او د نړۍ ډیری هیوادونه د سولې خبره د افغانانو سره بدرګه کوي، خو عملي برخه کې جګړه ورځ تر بلې ډیريږي، د دوامداره سولې لپاره ډېر داسې څه نه تر سترګو کیږي چې موږ پرې باوري او یقیني شو.
امریکا هم د خلیل زاد په ټاکلو سره د سولې په اړه ګړندۍ هڅې پیل کړي دي.
د دې تر څنګ اور بند، په سعودي عربستان کې فتوَی وې ، د نړۍ په نورو هیوادو نو کې افغانستان د سولې لپاره غونډې، ولسي پراخ پرلتونه او په خپله د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه ښه اراده، د ځانه سره نوې خبرې لري ، خو یوه خبره چې ولسمشر کوي ، هغه د مشورې ده!
نړیواله ټولنه باید د ولسمشر محمد اشرف غني په مشوره خبرې پرمخ یوسي، نو ضروري ده چې په دغې مهمه برخه کې وضاحت وشي،
له بلې خوا روسیه د دغې پروسې تر څنګ د سولې پر بله پروسه عملاً کار کوي!
خو دلته بیا د افغانانو شکونه راپیداکږي، که روسیه په رښتیني توګه د سولې د پروسې سره مرسته کوي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې سره په ګډه باید ګډې هڅې وکړي!
که څه هم یو تعداد افغانان په نړیوالې ټولنې شکونه لري، چې دوی هم په دغه برخه کې صادقانه مرسته نده کړې، خو له بلې خوا په دې برخه کې د وخت حکومتونه هم ملامت دي چې د سولې خبرو باور یې په داسې کسانو وکړ چې هغوی خپله هم په سولې باور نه درلود!
په پای کې د نړۍ پر بشردوستانو ږغ کوم، نور دا ملت خپله هم جګړه نه غواړي، خکومت هم پوهیږي چې د افغان سره جګړه په جګړه نشو ګټلای او هم طالبان!
تاسې باید نور د دغو مظلومو افغانانو سره د جګړې په تمامیت او د سولې په راوستلو کې مرسته وکړئ!