تاند- د کندهار د ولایتي شورا ځینې غړي، په تېره بیا د دې ولایت د ولایتي شورا رييس هڅه کوي چې په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا ابدالي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید شي.

د ولایتي شورا غړیو په یوه غونډه کې وویل چې که شیدا ابدالي ځان کاندید کړي، دوی به یې ملاتړ وکړي.

شیدا ابدالي ۶ کاله په هند کې د افغانستان سفیر و خو سږ کال یې استعفا ورکړه او ویې ویل چې نور غواړي په خپل هیواد کې دننه خدمت وکړي.

د کندهار د ولایتي شورا د مشر خاکرېزوال په مشرۍ د یوې غونډې برخوالو وویل چې د ولس ږغ په نوم یې یو کمیسیون جوړ کړی چې د شیدا ابدالي د کاندیداتورۍ لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

ویل کېږي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د دې کمیسیون ملاتړ کوي خو تراوسه پورې پخواني ولسمشر په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د لوی ملي ايتلاف غړیو هم په وروستیو کې ویلي چې دوی غواړي چې یو مرستیال یې د کندهار وي. دا ايتلاف هڅه کوي چې په ترکیب کې یې یو کندهاری پښتون برخه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *