تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن /سې شنبه/ کابل ته راغی چې له افغان چارواکو سره وویني.
ناټو په یوه بیان کې ویلي«سرمنشي ینس ستولتنبرګ اوس د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې دی، له ده سره د پوځي کمېټې ريیس هوايي مارشال سر سټوارټ او د اروپا لوی قوماندان جنرال کریټس سکاپاورټي ملګري دي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې سرمنشي او ورسره ملګری پلاوی به د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رييس عبدالله عبدالله او افغان وزیرانو سره وویني.
همداراز په پام کې ده چې د ناټو پلاوی او سرمنشي په افغانستان کې د مدني ټولنې له استازو سره هم وویني.
د ناټو سرمنشي له یوې اوږدې مودې وروسته افغانستان ته راغلی دی. پخوا، چې ناټو په افغانستان کې زیات شمېر پوځیان لرل د ناټو د سرمنشي په ګډون بېلابېل چارواکو ژر ژر افغانستان ته راتلل.