تاند- د محمد محقق، عطا محمد نور او جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ لوی ملي ايتلاف وايي، د هر هغه کاندید ملاتړ کوي چې په اساسي قانون کې بدلون راولي.

دا ايتلاف، چې پخوا یې ویل پخپله به یو څوک ولسمشرۍ ته کاندید کړي، اوس وايي چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په شمول که هر کاندید د دوی طرحه ومني، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ملاتړ کوي.

د ايتلاف د ویندویانو په وینا دوی د ولسمشر د مرستیالانو د شمېر د ډېرېدو او د صدارت د چوکۍ د ایجادېدو غوښتونکي دي.

حاضردمه ولسمشر دوه مرستیالان لري خو ايتلاف وايي چې د مرستیالانو شمېر دې ۳ شي.

دا هغه خبره ده چې ولسمشر غني د ولسمشرۍ د تېرې دورې له انتخاباتو وروسته وکړه او ویې ویل چې غوره بولي چې د مرستیالانو شمېر یې ۳ وي.

لوی ملي ايتلاف دغه راز د والیانو او ښاروالانو د انتخابي کېدو غوښتنه کوي.

په اوسني اساسي قانون کې د ښاروالیو د انتخاباتو یادونه شوې ده.

لوی ملي ايتلاف وايي چې د اشرف غني په ګډون یې د ولسمشرۍ ټولو احتمالي کاندیدانو ته خپله طرحه سپارلې ده.

دې ايتلاف د نورو کاندیدانو نومونه نه دي یاد کړي. خو ګومان کېږي چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی او رحمت الله نبیل ځانونه کاندیدوي.

په عین حال کې ویل شوي چې جنرال عبدالرشید دوستم له لوی ملي ايتلاف څخه جلا شوی دی. جنرال دوستم او ملي جنیش ګوند یې تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د حراست او ثبات شورا، چې عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نور پخواني جهادیان پکې غړیتوب لري، د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره خبرې پیل کړي دي.

دا ايتلاف هم هڅه کوي چې پر یوه کاندید سره جوړجاړی وکړي.

4 thoughts on “لوی ملي ايتلاف وايي، د هغه کاندید ملاتړ کوي چې په اساسي قانون کې بدلون راوړي”
  1. HONOR ASHRAF GHANI WILL BE PRESIDENT FOR ONE MORE TIME.
    BUT MUST DO WORK FOR NANGARHAR,
    IN LAST PERIODE NO ONE WAS MINISTER FROM NANGARHAR,
    AND KUNER RIVER PROJECT / SECOND ROAD OF KABL JABD,
    ELECTRICITY FOR NANGARHAR,SHELTERS FOR IMIGRANT.JOBS
    FOR THEM.HOUSING FOR SCHOOLS IS IMPORTANT NECESSARY
    FOR NANGARHAR,
    THANK YOU

  2. دا ددې خاورې او خلکو دښمنان چې اوس پوه شو چې نه پرې نور څوک اعتبار کوي او نه رایه وړلی شي، نو د اساسي قانون د پښو لاندې کولو اخري کوښښ هم کوي. په تیرو څو کلونو کې خو دوی د ژبې، سمت او اقلیت په نوم خلک تیر ویستل او ځانونه یې ماړه کړل، مګر اوس خلک هوښیار شوي چې ټول یو افغانان دي. یو څوک چې په میاشتو اوکلونو کې د خپلو شخصي ګټو پخاطر دملي ایتلاف په نوم په خپل مینځ کې جوړیدلی نشي هغوی د ملت لپاره څه کولی شي؟ زه د ټولو کاندیدانو څخه خواهش کوم چې داسې افغان دښمنه خلک د ځان سره پرې نږدي، ځکه هغوی نور نه تاسو ته رایه راوړلی شي او نه پرې خلک اعتماد کوي. د هغوی په ځای باید خلکو ته ترجیح ورکړل شي، ځکه همدا خلک دي چې دوی یې دې مقام ته رسولي ؤ او نور پرې اعتماد نه کوي.

  3. دا لوی ملی ائتلاف نه بلکه لوی ملی خائنین او ارذل الناس دی چی ملت یی دی بدی ورځی ته رسولی ، یو یی هم ملی برنامه او د ملی خدماتو سابقه نلری ،یو یی اجرتی قاتل ملیشه ،بل یی د جهاد او بیت المال میلیاردر غل، بل یی د لوای فاطمیون ملیشی تجار او د ایران او پاکستان جاسوس او مزدور دی، دا بل د ستمی لیډر او تجزیه طلب مفتخور زوی چی نه د ملت لپاره او نه د خپل قوم لپاره کوم خدمت لری ، ټول ملیشه ډوله او د نامتو ملیشه ملګری دی ،انتظار دی چی ددی ملګرو سره هم د ایشچی مینه وکړی ځکه د خره مینه لغته وی
    تحسبهم جمیعا و قلوبهم شتی
    الله رب العزت دی داخلی او بهرنی خائنان او ظالمان تباه کړی – آمین یا رب العالمین
    `

  4. داسی ولی نه وایاست چی موږ تر هغی قانون کی بدلون راولو چی موږ خپله حکام وګرځو او جنایاتو ته دوام ورکړو؟
    پرون مغز متفکر جمعیت،مبتکر قرارداد سقاوی بن، رفیق و صاحب زندانهای شخصی و هم پیمان بلک واټر ، اخوانی ومجاهد دیروز، امروز با دید نشنلیستی از تناسب سهم اقوام در دولت و تغیر قانون سخن می ګوید این است مفکوره و عقیده معامله ګران بن و دزدان جهاد
    نه اهلیت ،نه تحصیل،نه صداقت، نه تجربه ارزشمند، نه منافع ملی و نه آدمیت؟
    اینها چی بلایی هستند بر سر ملت، که از مکیدن خون ملت ، لذت می برند و هیچ شرمی ندارند ،آیا انسان اند؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *