د هېواد اجرائيه رئيس د ارګون له قومي مشرانو سره ولیدل
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې لومړی د پکتیکا قومي مشرانو او مخورو د هغه ولایت ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا له قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه مننه وکړه، چې په ټاکنو کې یې په پراخ ډول ګډون وکړ. اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې د دوی د ستونزو په حل کې به اساسي اقدامات وکړي.
—————————————-
رییس اجراییه: کارآفرینی و بلند بردن ظرفیتهای جوانان از اولویتهای حکومت است
محترم دوکتور عبدالله عبدالله رییس اجراییه جمهوری اسلامی افغانستان در نشست امروز (سهشنبه، 15 عقرب ۱۳۹۷) کمیتۀ جوانان و اشتغالزایی گفت: حکومت در زمینۀ کارآفرینی اقدامات موثری را انجام دادهاست، اما کافی نیست و تلاشهای بیشتری در این زمینه انجام میشود. رییس اجراییه افزود که به خاطر بلند بردن ظرفیتهای جوانان نیز برنامههای خوبی روی دست است که به کمک همکاران داخلی و جهانی عملی خواهد شد.
در این نشست مسؤولان نهادهای حکومتی گفتند: در سال روان نزدیک به 90 هزار شغل جدید ایجاد شد و افرادی که واجد شرایط بودند، صاحب کار شدند. آنان همچنان از راهاندازی برنامهای جهت توانمند سازی و کارآفرینی برای جوانان از سوی UNFPA یکی از روسای مشترک برنامه جوانان و اشتغالزایی خبرداده افزودند که با عملی شدن این برنامه، جوانان کشور توانمندیهای لازم و مهمی را به دست خواهند آورد.
رییس اجراییه به نهادهای مربوطه هدایت داد که در همآهنگی با یکدیگر اقدامات لازم در راستایی کارآفرینی بیشتر انجام دهند.
—————————————-
د هنر او فرهنګ د ودې اجرایوي کمېټې ناسته وکړه
د افغانستان د هنر او فرهنګ د ودې اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس په مشرۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکیو د افغانستان د فرهنګ ملي پالیسۍ د جوړېدو او شویو کارونو په اړه اجرائيه رئيس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري وویل، چې په دې پالیسۍ له تېرو دوو کالو راهیسې کار شوی او په ډېرو برخو یې بحثونه شوي دي. هغه وویل، هڅه کوي په دې پالیسۍ کې ټول ابعاد په نظر کې ونیسي او د افغانستان هېڅ وګړی له دې پالیسۍ څخه ځان محروم ونه ګڼي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې اجرایوي کمېټې چارې وستایلې او د فرهنګ د ملي پالیسۍ په اړه یې د ټولو اړونده ادارو هڅې وستایلې.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، هیله من دی چې د هنر او فرهنګ اجرایوي کمېټه په دې پالیسۍ کې د ټولو اړونده کسانو نظرونه او سلاوې واخلي او هر څه ژر دا پالیسۍ ترتیب شي، څو د اجرايي کېدو لور ته لاړه شي.