تاند- د پاکستان د ملي تلویزیون یا پي ټي وي د خبر د څانګې مدیر او دوه تنه نور په دې خاطر له کاره لېرې کړای شول چې د تلویزیون پر پرده د چین د پلازمېنې پیکینګ یا بېجنګ (Beijing) پر ځای ظاهراً سهواً بیګینګ (Begging) یعني ګدايي لیکل شوي و.

په تلویزیون کې داسې ټایپي یا املايي تېروتنې کله ناکله کېږي خو تر دې وړاندې کوم مامور په دې خاطر له کاره نه و لېرې شوی لیکن د بېجنګ پر ځای د بیګینګ په داسې وخت کې لیکل شوي و چې عمران خان د پور او مرستې لپاره چین ته سفر کړی و او ګڼ پاکستانیان عمران خان ته پېغورونه ورکوي چې تر صدراعظم کېدو مخکې یې له بهرنیو پورونو سره مخالفت کاوه خو اوس په هیوادونو ګرځي او خیر غواړي.

د بیجنګ پر ځای د بیګینګ کلمه په داسې وخت کې د تلویزیون پر پرده ښکاره شوه چې عمران خان په چین کې وینا کوله.

د پاکستان د ملي تلویزیون رييس وايي، د خبر د څانګې مدیر حسن عماد کوچنۍ تېروتنه نه ده کړې. د ده دا تېروتنه د پاکستان د حکومت د پالیسیو سپکاوی او همدارزا دوست هیواد چین ته بې احترامي ګڼل کېږي.

د دې تېروتنې په خاطر د حسن اعماد ترڅنګ د پي ټي وي دوه نور جګپوړي مامورین برطرفه شوي دي.

دوی له دې سره سره برطرفه شول چې تلویزیون د تېروتنې په خاطر بخښنه وغوښته او هغه یې یوازې یوه ټایپي تېروتنه وبلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *