زما ګران ملګري او درانه فرهنګي شخصیت، پرتو نادري، څو کاله مخکې د (کتاب سوزان در اتحادیه نویسندګان افغانستان) تر نامه لاندې، یوه خورا په زړه پورې لیکنه خپره کړې وه چې د خلکو ډېره خوښه او څو ځلې خپره شوې ده.

په دې لیکنه کې راغلي، کله چې مجاهدین او د هغو په څنګ کې د پنجاب افغانستان دښمنه استازی کابل ته ننوتل، هسې یو تاریخي لوټ او تالان پیل شو چې ښایي د نړۍ د هېوادونو په معاصر تاریخ کې ساری ونه لري!

هغه څه چې زه یې دلته لیکل غواړم، د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د یو درانه فرهنګي شخصیت، لیکوال، ژباړونکي او عالم استاد، د صحرایي محاکمې او جزا کیسه ګۍ ده چې د افغانستان خلک باید پرې خبر شي.

دغه عالم او حلیم فرهنګي شخصیت داسې یو مسلمان او پاک زړی افغان و چې غوښتل یې د افغانستان د خلکو او په تېره بیا ځوان نسل په تیارو لارو کې مشالونه کېږدي او زموږ کتابتونونه د کتاب او قلم په مرسته، د نړۍ د سترو لیکوالو او څېړونکو په ژباړل شوو آثارو لا ښایسته کړي. دی د ګڼو تالیفاتو خاوند او د اکاډمۍ د ځوانو کار کوونکو استاد هم و.

د افغانستان علومو اکاډمۍ هغه برخه چې دغه استاد پکې په درنو تالیفاتو بوخت و، د ترکیې سفارت ته مخامخ موقعیت درلود. په هغه وخت کې د کابل د شمالي سیمو د مجاهدینو یوې ډلګې دا ودانۍ ولجه کړې او (میم زور ما، ټول یې زما) بلل!

په دې ډلګي کې څو داسې خیرن ببرسري ځوانان او د منځني عمر کسان وو چې دا ودانۍ او ټول امکانات او د علومو اکاډمۍ ټولې ښځې او نارینه  استادان او مامورین یې خپل غنایم بلل او د اسیرانو په څېر یې ورسره چلند کاوه!

کابل ته د مجاهدینو د راتګ په هغه لومړنیو میاشتو کې، ډېر مامورین په منظمه توګه دفاترو ته نه تلل؛ ځکه ډېر دفترونه عملاً لوټ شوي او کارونه په ټپه درېدلي وو!

په هر صورت یوه ورځ د دې ډلګي کوم مجاهد یا د ځدراڼو په ګړدود (لهجه) مجاخت د استاد په ماته څوکۍ ناست دی او د مېز خانه یې د کوم شي په لټه کش کړې.

که ګوري چې هلته څو عکسونه پراته دي. دا هغه عکسونه وو چې استاد دېرش- څلوېښت کاله مخکې، له خپلو هم ټولګیوالو سره په شوروي اتحاد کې اخستې او ده له وېرې یا حیا، دا دومره موده کور ته نه و وړي او هملته یې په مېز کې ساتل!

کله چې دا مجاخت عکسونو ته ګوري، استاد پکې پېژني چې له شوروي کافرو نجونو (!) سره یې عکسونه اخستي او داسې ورته ښکاري چې د وژلو سړی خو همدا سپین ږیری بوډا دی!

سبا چې استاد اکاډمۍ ته راځي، مجاختین یې په انګړ کې دروي. د اکاډمۍ ګڼ شمېر نور مامورین او استادان هم هلته ولاړ دي. یو مجاخت عکسونه ورته ښيي او په ډېرو سپکو استاد ته وایي چې ته کافر، د شوروي نوکر، نه شرمېږي چې له روسي نجونو سره دې عکسونه اخستي! خدازده چې تا به نور څومره بد کارونه کړي وي!؟

استاد داسې یو انسان و چې ټول فرایض یې په  ځای کول، ښه دیني زده کړه یې درلوده او ډېر مودب او د حیا خاوند سړی و؛ خو په دې ورځ دې خیرن ببرسري ډېرې سپکې سپورې ورته وویلې، حتی کنځلې یې ورته وکړې او د خپلې ډلګي پرېکړه یې اعلان کړه چې دا زوړ کافر باید ښه وډوبول شي!

خیر، د اکاډمۍ نورو مشرانو او استادانو منځګړیتوب وکاوه او مجاخت یې دې ته وهڅاوه چې دا ځلې د استاد له ګناه څخه تېر شي؛ خو په راتلونکي کې که کومه  بله ګناه پېښه شوه، بیا به دوی څه نه وایي!

هغه مجاخت چې مخکې یې استاد ته د کافر او د روسانو نوکر وینا کړې وه، د اکاډمۍ د مشرانو او استادانو منځګړیتوب په دې شرط ومانه چې تورن به د ټولو په وړاندې په ځمکه لوېږي او د مکتبیانو په اصطلاح (خط بیني) به کاږي!

له دې څخه مخکې به د کابل یا احتمالاً د افغانستان ځینو ښوونکو په خپلو هغه زده کوونکو (خط بیني) ایسته چې غیر حاضري یې کوله، درسونه یې  سم نه لوستل، شوخ وو او یا یې د ښوونځي مقررات تر پښو لاندې کول!

خیر استاد د خپلو مشرانو ملګرو په مشوره په ځمکه پرېوت او له هغه بدو کارونو څخه توبه وکړه چې د کفري حکومتونو په وخت کې یې کړې او مجاختینو ته ښه نه ښکارېدل!

کله چې استاد له توبې څخه جګ شو، یو بل مجاخت پوښتنه ځنې وکړه چې تاسو دلته څه کوئ او د څه له پاره د حکومت تنخوا اخلئ او دا اکادمۍ څه شی ده؟

استاد اکاډمۍ لږ ورته تشریح کړه او په پای کې وویل چې دا استادان دلته لوی- لوی کتابونه لیکي. مجاخت پوښتنه وکړه چې د څه شي کتابونه لیکئ؟ استاد، ورته وویل چې ژبپوهنه، ادبیات، د ادبیاتو تاریخ، طبیعي علوم او …

مجاختینو یو بل ته وکتل؛ ځکه دوی اصلاً نه پوه نه شول چې دې سړي څه وویل، ژبپوهنه، طبیعي علوم!! ځکه یوه ویل: تاسو ټول غول خورئ چې په چټیاتو وخت تېروئ، له دې وروسته ټول قران شریفونه ولیکئ چې هم د دین خاوندان شئ او هم د دنیا!!

استاد ورته ووېل چې توبه وباسه بچیه؛ خو مجاخت ډېر په غوسه ورته ووېل چې ته سور کافر بیا څوک یې چې ما ته د توبې وایې!

مجاخت د معتمد په لور ورغی او وې ویل چې تاسو ټول کفار یاست چې دلته مو تنخواګانې اخیستي، موږ خو هغه دي څوارلس کاله په غرونو کې لالهانده وو چې کفر ته ماتې ورکړو او په دې وطن کې د اسلام جنډه ورپوو!

په هر صورت حاضرو خلکو مداخله وکړه او په استاد باندې یې د مجاخت د څپېړو د وارونو مخه ونیوه او هغه ته عذرونه وکړل چې خیر دا پنځه شپېته کلن لیکوال، مولف، ژباړونکی، حلیم او عالم انسان په خپله خبره پوه نه شو(!) ته ځوان مجاخت عفو ورته وکړه او خپل لویوالی ثابت کړه!!

له دې پېښې وروسته استاد او د علومو اکاډمۍ ګڼ شمېر استادانو او مامورینو دندې پرېښودې او د افغانستان د علومو درنه اکاډمۍ د یو شمېر جهالو خونړیو منګولو ته ورغله چې په یوه میاشت کې یې ټول کتابونه، میزونه، څوکۍ او اسناد په دیګونو پسې وسول او حتی د دوهم منزل په یوه لویه خونه کې یې جنګي سپي تړلی وو!!!

نو هغه څه چې پرتو نادري د لیکوالو د ټولنې د (کتاب سوزان) په هکله لیکي وو، سل په سلو کې رښتیا وو او دا ده ما هم د یوه حلیم فرهنګي شخصیت، مولف، لیکوال او ژباړونکی استاد… د توبې کیسه ګۍ ولیکله چې د پرتو صاحب په لیکنه د تایید مهر کېږدم!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *