سردار محمد همدرد
د سولې په ارزښت بحث نکوم، ځکه جې پر دې مو ډیر بحث کړی دی، تر تېرو وختونو په پرتله د سولې پر وړاندې مثبت قدمونه پورته شوي دي.
د ملابرادر د را خوشې کیدلو سره سم د طالبانو لوړ پوړي مشران چې تعداد یې څلور کسه وو، د ګونتانامو له زندان څخه خوشې او د قطر د دفتر غړي شول.
مخکې مو هم د خلیل زاد ټاکل ښه ګام یاد کړی وو!
خو اوس خبره دا ده چې د سولې شورا تر څنګ دې، د سوله غوښتونکو او ملي شخصیتونو او متنفذينو څخه دې یو خپلواک جرګه جوړه شي، دا جرګه دې کوشش وکړي چې د تسلیمولو پر ځای له طالب سره نتیجې ته ورسږي، په ټولو برخو کې دې ملي ګټې او دوامدار سولې لپاره د زړه له تله هڅه وکړي.
دا خو ضرور نده چې د سولې شورأ دا کار نشي کولای، باید بله لاره چاره ورته وسنجول شي.
زه د سولې شورأ په فعالیتونو نقد نه کوم ، خو زه یې د ساختار او جوړښت سره همنظره نه یم.
په پای کې بیا هم دغه خبره کوم چې سوله د افغانستان لومړی ضرورت دی، د هیواد خواخوږي مشران باید دا پُرست له لاسه ورنکړي.