تاند- پاکستان به د خپل زیاتېدونکي اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د پیسو له نړیوالې بسپنې یا آی ایم ایف سره نن /چهارشنبه/ د پور په اړه خبرې پیل کړي.

د پاکستان د مالیې وزارت ویندوی نور احمد وویل«د پیسو نړیوال صندوق به د اقتصاد پر ټول وضعیت، خطرونو او همداراز په دې اړه غور وکړي چې څرنګه یې چاره کېدای شي.»

ښاغلي احمد همداراز وویل، حکومت خپل کورنی کار بشپړ کړی او تمه لري چې له آی ایم ایف سره د دوی مشارکت به درې کاله دوام وکړي.

د پیسو له نړیوال صندوق سره د پاکستان خبرې، چې له نولس سوه اتیایمې لسیزې را په دې خوا دې صندوق ته د پاکستان دیارلسمه مراجعه ګڼل کېږي، د روان نوومبر په شلمه پای ته رسېږي.

اسلام اباد ته د پیسو د نړیوال صندوق د پلاوي تر رسېدو څو ساعته مخکې د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر اعلان وکړ چې د اوس لپاره د چین او سعودي عربستان په مرسته د پاکستان مالي بیلانس د بحران یا د پیسو د زېرمو د کمېدو مخه نیول شوې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، پاکستان د روان مالي کال لپاره ۱۲ ملیارد ډالرو ته اړتیا لرله خو سعودي عربستان له وړاندې څخه د ۶ ملیارد ډالرو ژمنه کړې او پاتې پیسې به چین او نورو ځایونو څخه ترلاسه شي.

تېره میاشت سعودي عربستان اعلان وکړ چې د پاکستان مرکزي بانک ته به د اسعاري زېرمې په خاطر د یو کال لپاره ۳ ملیارد ډالره او د ۳ ملیارد ډالرو په ارزښت به تېل په پور ورکړي.

چین هم بیجنګ ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې دې هیواد ته ژمنه ورکړې چې پر اقتصادي بحران د لاسبري په خاطر به مرسته وکړي. د چین د مرستې جزییات تراوسه پورې څرګند شوي نه دي.

پاکستان څو ځلې هڅه وکړه چې له آی ایم ایف څخه پور واخلي خو د دې صندوق د پور شرایط یو څه سخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *