تاند- افغانستان او پاکستان په پاکستان کې د مېشتو قانوني او غیرقانوني دېره افغان کډوالو په اړه په اسلام اباد کې خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، دواړو خواوو په عزت، تدریجي او له مهالوېش سره سم خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په باب د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

پاکستان هغه افغان کډوال غیرقانوني ګڼي چې په دغه هیواد کې راجستر شوۍ نه دي.

د دواړو هیوادونو د چارواکو په غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې افغانستان ته د ټولو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر موافقه شوي مهالوېش او د ستنېدو پر څرنګوالي څارنه وشي.

دواړو هیوادونو د سولې او ثبات لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان په چوکاټ کې د کډوالو لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي.

د سولې او ثبات لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل ګډ پلان له تروریزم سره د مبارزې، د تشدد د کمېدو، سولې او پخلاینې، د کډوالو د ستنېدو او د ګډ اقتصادي پرمختګ په کلیدي برخو کې د همکارۍ لپاره دی.

ګډې کاري ډلې د دواړو هیوادونو د اړوندو وزارتونو ترمنځ د منظمو او مخامخ تماسونو پر اصولو کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د افغان کډوالو د ژر تر ژره ستنېدو په اړه به په خپل منځ کې تماسونه زیاتوي.

همداراز موافقه وشوه چې د کډوالو په اړه د کاري ډلې بله غونډه به په یوه مناسب وخت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې جوړه شي.

لا هم په پاکستان کې یو ملیون او ۴ لکه راجستر شوي افغان کډوال اوسي. د راجستر کډوالو ترڅنګ په لسګونو زره ناراجستر شوي افغان کډوال هم په دې هیواد کې مېشت دي.

د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د راتلونکي میلادي کال د جون تر دېرشمې پورې اوږده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *