زموږ د تاريخي ژبپوهنې استاد ښاغلي يحيی همای په ټولګي کې د نړۍ بېلابېلې ژبې محصلانو ته د موضوع په ډول ورکړلې، تر څو هر محصل پرې کار وکړي او د ژبې جوړښت، تاريخ، ويونکي او … یې وڅېړي. ما ته یې بلوڅي ژبه راکړله او کله مې چې پښتو کتابونه پسې واړول؛ له ريښې پرته نور هېڅ پښتون ليکوال د بلوڅۍ ژبې په اړه يو پرګراف هم ليکلی نه و. بيا مې انټرنېټ ته مخه کړه او انټرنېټ کې د بلوڅۍ ژبې اړوند هېڅ کومه مقاله او ليکنه نه وه. څو ليکنې مې پيدا کړلې؛ خو هغه هم د پښتنو او بلوڅو د ورورۍ د ورځې په اړه ليکل شوې وې. بيا مې څو انګرېزۍ او پاړسۍ مقالې پیدا کړې او له هغو نه په ګټې اخيستنې مې يو څه برابر کړل.
بلوڅي ژبه د هندو اروپايي ژبو په لويه کورنۍ پورې اړه لري. دغه ژبه په هندو اروپايي کورنۍ کې هندو ارياني څانګه او په هندو ارياني څانګه کې شمال لويديځو ژبو پورې اړه لري. دغه ژبه د بلوڅو ژبه ده؛ نو مخکې له دې چې پر دغې ژبې خبرې وکړم، لازمه ده چې د بلوڅو په اړه وغږېږم.
بلوڅ قوم د اسيا په جنوب لويديځ کې پروت قوم دی، چې د پاکستان په بلوچستان ايالت، د ايران په بلوچستان ولایت، د افغانستان په نيمروز او د عمان به ځينو سيمو کې مېشت دي. په ټوله نړۍ کې د بلوڅي ژبې د ويونکو شمېر لس ميليونو ته رسېږي، چې اووه نيم ميليونو وګړو مورنۍ ژبه او پاتې وګړي يې د دویمې ژبې په حیث وايي. دا ژبه د 200-700 مخزېږديزو کلونو په منځ کې د پارتيانو د امپراتورۍ له يوې مخ په ورکېدونکې ژبې څخه منځته راغلې.
بلوڅي ژبه يو دېرش خپل غږونه لري، چې درویشت یې کانسوننټونه او اته یې واولونه دي. کانسوننټونه یې له (ب، پ، ت، د، ټ، ډ، ک، ګ، ء، چ، ج، س، ز، ش، ژ، هـ، ر، ړ، م، ن، ل، و، ی) څخه عبارت دي. واولونه یې پنځه اوږده (ا، ې، ي، و، و) او درې لنډ (ا، ي، و) دي.
بلوڅي ژبه له نولسمې پېړۍ وړاندې يوازې د وينا ژبه وه او ليک ليکل پرې نه کېدل. د نولسمې پېړۍ له لومړيو لسيزو وروسته بلوڅي ژبه پر درېو ليکدودونو ليکل شوې، چې له 1951 زېږديز کال مخکې په پاړسي-عربي ليکدود ليکل کېده. په 1951 زېږديز کال کې د بلوڅۍ ژبې لومړۍ شعري ټولګه د مير ګل خان ناصر (ګل بنګ) په يوه ګډوډ اردو-عربي ليکدود کې چاپ شو. له دې وروسته سيد ظهور شاه هاشمي د بلوڅۍ ژبې لپاره د اردو-عربي ليکدود پر کارولو يو لارښود وليکلو، چې بيا بلوڅو دی د بلوڅي ژبې د پلار په نوم ونومولو. هممهاله بهرنيو ژبڅېړونکو د سوېډن په اپسالا پوهنتون کې د بلوڅۍ ژبه لپاره لاتيني ليکدود غوره کړو؛ خو اوس وخت کې بلوڅي ژبه پر عربي-پاړسي ليکدود ليکل کېږي.
بلوڅي ژبه درې ګړدودونه لري؛ ۱- رخشاني ۲- ماکراني ۳- کوه سلېماني. پر رخشاني ګړدود زیاتره بلوڅ خبرې کوي او مرکزي ګړدود یې ګڼلی شو. پر ماکراني ګړدود په ايران کې مېشت بلوڅ خبرې کوي او همدا ډول پر کوه سلېماني ګړدود د افغانستان بلوڅ او هغه بلوڅ چې له پښتو ژبې اغېزمن دي، خبرې کوي.
دا ژبه د ډېرو سره ورته ځانګړنو له مخې له کردي او پاړسي سره اړيکي لري. د ناليکلو ادبياتو له مخې يوه غني ژبه ده، چې بې شمېره سندرې، نکلونه، کيسې، افسانې او نور یې د ولس پر ژبه شته. سياسي پولو او سرحدونو د دې ژبې د پرمختګ مخه نيولې ده ځکه، چې بلوڅ پر يوه سيمه کې پر درېو سياسي حدود کې ايسار دي؛ ايران، افغانستان او پاکستان. که چرته بلوڅ قوم يو ځای وی؛ نو د خپلې ژبې د لابډاینې او غنيتوب لپاره به یې ډېر کوښښ کړی وی. اوس وخت کې د پاکستان بلوڅ زدکړه په اردو او انګرېزۍ کوي، د ايران بلوڅ یې په پاړسۍ کوي او د افغانستان بلوڅ یې په پښتو کوي. د دوی ژبه يوازې د وينا ژبه ده او د ليک لپاره یې کومه ستره هڅه نه ده شوې.
بلوڅۍ ژبې پښتو سره پرتله
بلوڅي ژبه د اريانۍ ژبو په شمال لويديځه څانګه پورې اړه لري او پښتو ژبه یې شمال ختيځه څانګه پورې اړه لري. ډېری غږونه یې سره ګډ دي. دا چې بلوڅي ژبه د کلمو په لحاظ له پاړسي ډېره اغېزمنه شوې؛ خو د جملو د تړښت او د نوم، صفت، قید، فعل او… د ځای او موقعیت له مخې له پښتو سره ورته ده. لاندې مثال کې وړیا، مفت او مپتین صفتونه او شراب، شراب او شرابه نومونه دي.
پښتو دري بلوڅي
وړیا شراب شراب مفت مپتین شرابه
دلته د کلمو يو څو بېلګې راړم: