خبرتيا
د افغان ملي غورځنګ د مسکو څانګې فعالو ځوانانو پتېلې، چې د (عدم تشدد) نړيواله ورځ په راتلونکو څو ورځو کې د روسيې په پلازمېنې مسکو ښار کې ونمانځي.
د لر او بر ټولو لېکوالانو، مدني ټولنو، فرهنګيانو او وطنپالو ملګرو ته خبر ورکول کيږي، چې د دغې ورځې د نمانځې په موخه خپلې لېنکې، شعرونه او خپل لنډ پيغامونه په لاندې پته را واستوئ!
په روسيه کې مېشتو ملګرو ته به زنګونه، بلنليکونه او يا هم د فېسبوک له ليارې خبر ورکړل شي.
او يا هم د معلوماتو لپاره په لاندنيو شمېرو اړيکه ونيسئ!
(+7926-597-69-31, +7915-022-99-24, +7964-580-75-74)
يادونه: که ستاسو ټولې ليکنې، پيغامونه او شعرونه موږ تر لاسه کړه د محتوی په اساس به د افغان ملي غورځنګ د مرکزي دفتر تر څارنې او کره کتنې ورسته به د کتاب په بڼه چاپ شي.
درنښت
افغان ملي غورځنګ – مسکو څانګه