مطبوعاتې خبرپاڼه
جمعه د ۱۳۹۷ کال د لړم ۱۸ نیټه – کابل، افغانستان
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دایکنډي په ولایت کې د سوختوک برښنا بند پرانیسته او دې نیلي ښار د برښنا د انتقالي او توزیعي شبکې د بنسټ ډبره یې کیښوده.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر ترڅنګ، یو شمیر وزیرانو، د ملي شورا ځینو غړو، د دایکنډي والي، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د دایکنډي د ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او مشرانو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود.
د سوختوک برښنا بند د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار ته نږدې د سوختوک په سیمه کې د لذیر سیند باندې د افغانستان برښنا شرکت له پراختیایي بودجې د ۴.۹ میلیون افغانیو په لګښت د سیس کنک قرار دادي شرکت له خوا جوړ شوی دی.
د تولیدي آبي برښنا دا بند د ۷۰۰ کیلوواټه تولیدي برښنا په ظرفیت د ۳۰ متره ځوړ او دوو توربینونو په لرلو سره جوړ شوی چې په نیلي کې ۲۰۰۰ پیرودنکي د نوي آبې تولیدي برښنا انرژۍ څخه برخمنوې او ددې ولایت ډیزلې برښنا به په آبې تولیدي برښنا تبدیله کړي.
همدارنګه د نیلي ښار د برښنا د انتقالي او توزیعي شبکه چې د بنسټ ډبره یې نن کیښودل شوه، په ټولیز ډول ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت لري او چارې به یې د شاوخوا درې نیمو میاشتو په لړ کې د شعیب پویا قراردادې شرکت له خوا د ۱۵ کیلومتره شبکې په غځولو سره بشپړې او د نیلي داخل ښار به د برښنا له ستندرد شبکې څخه برخمن او له څلور زرو زیاتو پیریدونکو ته به برښنا ورسوي.
د برښنا دا شبکه د ۲.۵ میګاواټه برښنا توان لري چې په مختلفو ظرفیتونو ۸ پایې ترانسفامرونه پکې لګول کیږي او د سوختوک برښنا بند له تولیدي دستګاه او د ۱.۵ میګاواټه لمریزې برښنا له دستګاه سره به ونښلول شي.
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري، تر څو د هیواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا انرژۍ چمتو او ورسوي، چې د پورته پروژو پرانیستل او د چارو پیل د دې شرکت له خوا د برښنا رسولو او شبکو د پراخوالي یوه بیلګه ده.
د افغانستان برښنا شرکت
د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر