اولسمه برخه:
مېرمن سپينه
مېرمن سپينه يوه پښتنه شاعره ده، چي د وزير یار محمد خان الکوزي د حکومت په وخت د هرات په شاوخوا کښي اوسېدله. دا پښتنه د نورمحمد خان الکوزي لور وه او هغه وخت چي ایرانيانو په (۱۲۵۵ هـ ) کال هرات کلا بند کړ، او د هرات پښتنو د دوی سره د مېړاني مقابله وکړه، زموږ پښتنه شاعره ژوندۍ وه او د هرات محاصره خو يو کال او اته مياشتي اوږده سوه، مګر پښتنو ځان تسليم نه کړ او هرات يې پرې نهښود.
په دې جګړو او ملي مېړانو کښي د پښتنو سرداران شاه کامران سدوزی او وزير يار محمد خان الکوزی وو. دوی د پښتونوالي، ټينګار او راسخ عزم په دې مقاومت کښي څرګندکړ.
زموږ پښتنه شاعره «سپینه» هم په دې ملي جګړو او د آزادۍ ساتني په محارباتو کښي ژوندۍ وه او ډېر خواږه اشعار يې په ملي لهجه د پښتنو د توري او ننګیالي توب په ستاينه کښي ویلي دي، چي د پښتنو ښځو حماسي افکار ښه ځني څرګنديږي.
سپينه ددغي محاصرې او جنګ په ټولو واقعاتو خبره ده او دا ښکارېږي چي دا او خپلوان د دغي ننګي په لار کي ولاړه وه او ټوله وقائع يې په سترګو ليدلي دي.
که موږ تخمين او اټکل وکړو، چي په دغه وخت کښي دا پخه ښځه وه ځکه چي افکار او احساسات يې هم پاخه دي نو به په دغه محاصره کښې د دې عمر له ۳۵ تر ۴۰ پوري تخمين کړو او د تولد کال به یې هم پسله (۱۲۰۰ هـ) وبولو.
د سپيني د اشعارو له مضامينو دا هم را ایستل کیږي چي ددې کورنۍ د وزير یارمحمد خان له کورنۍ سره خپلوی یا نژدې تماس درلود، ځکه چي د محاصرې او جګړې ډېر خصوصي وقايع يې راوړي او نظم کړي دي!.
د سپيني پښتني حماسيات:
زموږ ملي شاعري په خپله ملي ژبه مونږ ته يوه مفصله قصه په څو سوه بیتو کښي پرې ايښې ده چي د هرات د محاصرې منظوم تاريخ ګاڼه شي. په دې قصه کښي پښتنه شاعره، د خپلو وروڼو مېړانې ستايي او په خورا ساده او سپېڅلو الفاظو د دې جګړې مختلف مناظر تصوير کوي.
د قصې په ابتدا کښې په يو څو بیته د کامران او وزير یارمحمد خان ستاينه کوي، وروسته بیا په قصه شروع کوي.
د سپيني پښتنې شاعري حماسي احساسات ډېر پياوړي او ننګيالي دي، شعر او کلمات يې له تأثير او جذابيته ډک دي، وینا يې د حماست يوه ټوټه ده، او د پښتونوالي او مېړاني نمايندګي کولای شي. د سپيني شاعري نور څه اشعار مونږ ته نه دي را رسېدلي، فقط د دغي محاصرې منظوم تاريخ چي د مثنوي په ډول دئ، ځني برخي راسره شته چي هغه هم بشپړي نه دي، د دې مثنوي په سر کښي پښتنه شاعره په حمد او نعت ابتداء کوي وروسته نو د شاهزاده کامران او وزیر يار محمد خان ستاينه راپيلوي، د دې له مضامینو داسي ښکاري چي سپينه يوه عالمه او فاضله په تاريخ او د پښتنو په حال خبره ښځه ده، که څه هم اشعار يې ټول تاريخي وقايع او حوادث بيانوي، مګر د حماست او جدابيته هم ډک دي ځکه چي دا اشعار خورا سليس او روان او خواږه دي، نو دلته ټولي هغه برخي چي لاس ته راغلي دي ليکو. مېرمن سپینه په خپله قصه داسي پیل کوي:
لومړی څښتن د ټول عالم ستايمه
بیا محمد رسول اکرم ستایمه
درود په واړو اصحابانو دي وي
د پاک نبي پر ښو يارانو دي وي
دی و، استاځی د کونينو بادار
په دوه جهانو د نبيانو سردار
د ګنهګارو، شفاعت کوينه
رحم پر خپل خسته امت کوينه
بیا منقبت د ابوبکر وایم
صدیق يې نوم په صداقت يې ستایم
دی لومړی يار و د خاوند د رسول
په لوی دربار په دوه جهانه مقبول
په «يارِغار» د پاک نبي دئ مشهور
توره تياره يې په انوارو ده پور
دوهم فاروق عمر و خدای ته نژدې
د عدالت يې پر جهان نندارې
شو رودِ نيل يې له پرتمه کښته
مړه کافران د ده له ډېر هيبته
د عدالت دُره يې هسي کاري
چي رپېدئ به ځني زړه د مزري
درېيم عثمان ذی النورين و نمر
هم و جامع د پاک قرآن د اکبر
حلم و حيا کښي و بادار د امت
ابن عفان مو شو سردار د امت
څلورم يار وُ شېر د خدای و کرار
علي حيدر وُ تل په لاس ذوالفقار
د خير ور يې ذوالفقار ته و، مات
په بريښ د توري يې تل و رک ظلمات
***
بيا نو کومه په خوښي په عزت
د پاک نبي د اصحابانو صفت
چي دوی وه ستوري پر اسمان ځلېده
تل وه خوشحاله پاک رسول يې ليده
د خدای رحمت دي وي پر دوی تر ابد
خالق دي عفو کي په دوی، ځموږ بد
د باچا او وزير په ستاينه کښي:
اوس نو شروع کړم د باچا په صفت
زموږ شاهزاده دئ ننګيالی په غيرت
دی دئ ډېوه د سدوزو د ټبر
په څړبنو کښي نن دئ دی لکه لمر
د احمدشاه غازي پښتون له کوره
نن دئ کامران شهزاده کښلې توره
غليم له ده نه پر حذر دئ جانه
د ده له توري نه ابتر دئ جانه
په ننګياليو توريالی شهزاده
په غيرتمنو بريالی شهزاده
د درانو ناموس په ده دئ خوندي
د پښتنو مټي په ده دي قوي
په درانه سيوری یې هرات شو آرام
له دښمنانو يې وکښو انتقام
دی په رښتيا نعم الخلف د محمود
خالق دي کاندي په دارينو مسعود
د پښتنو پر ننګه کلک دئ ولاړ
ټول غليمان د ده له توري لټار
بل يې وزير يارمحمد خان توريالی
په سپین ميدان ځني رپېږي زمری
دی په تدبير آصف نظام د هرات
ښه يې سنبال کړ انتظام د هرات
دی ننګيالی د الکو د ټبر
د غني خان د سترګو تور د زړه سر
چي سپينه توره يې له تيکي بدر
د شهزاده دی ميړنئ برادر
پښتون پر ده را ټول د جنګ پر ميدان
سټ يې په توره کړه غليم د ښمنان
خالقه دا د پښتنو توريالي
وي د هرات پر سيمه تل دي ژوندي
څو چي شينکی آسمان ولاړ پر مځکه
څو چي سپوږمۍ او نمر خاته لوېده که
د پښتنو سر دي په دوی وي بلند
هم په غیرت و ټول جهان ته څرګند
وروسته تر مدح د کامران شاهزاده
واوره چي کاندم د جنګو ښه قصه
له « سپيني» خواري څخه به نه وي آثار
دا به وي خاوري پاتي شي په یادګار
په هرات او قندهار کښي د سدوزو باچهي:
راسه چي تاته حکايت کومه
د سدوزو د سلطنت کومه
پخوا تر دې وه د هرات باچهان
د سدوزو ذوالفقار زمان خان
دوی سرداران د پښتنو د هرات
غلیم يې تل له تېرې توري ومات
د پښتنو توري به تل ځلېدې
د دښمن سترګي له برېښناوې ړندې
دوی وه مېړونه پښتانه توريالي
پر ننګه ټينګ وه د وطن ننګيالي
په جنګ کښي هر یو لکه غټ شين مزرئ
د سدوزو وُ هر زلمی بريالئ
چي به یې توره له نیامه وکښه
غڅ او کينه بې له ایامه وکښه
د هرات خوا وه د غليمه خالي
دلته خپره وه هوسايي خوشحالي
ټول پښتانه په اتفاق وه ولاړ
کار د دښمن د دوی له لاسه ويجاړ
چي به پښتون زلمي په خوب کښي دښمن
وليد له ويري به يې رېږد په بدن
***
متأسفانه تر دې وروسته اشعار له دغي قصې څخه لاس ته رانغله، له دغو څخه هم ویونکي د دې پښتنې افکار او د طبعې رواني او نور علمي او تاريخي معلومات، ښه څرګندولای سي.
***
دغه لاندي بیتونه هم له دغي قصې څخه لاس ته راغلي دي چي د محاصرې د یوه جنګ حال ښيي:
غليم پر ښهر بیا هجوم راوړی
مخ تې ولاړ دی یار محمد پياوړی
زموږ پښتانه لکه مزري جنګيږي
ولې د وینو پر حصار بهېږي
هرات په وينو د پښتون شو ګلرنګ
پښتون زخمي دی د غليم په خدنګ
يار محمد وايي: پښتنو زما زمرو
ټوله راووزئ وسله دار له کورو
پر غليم وکړئ یو هجوم ګړندئ
هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ
دا خو زموږ کور دی زموږ وطن دينه
دا زموږ ټاټوبی زموږ مأمن دينه
کفن په غاړه دا وطن وساتئ
زموږ د پلرو ښکلی مدفن وساتئ
دلته پراته دي ننګيالي نیکه ګان
دلته بهيږي ویني تل د افغان
هرات زموږ دئ زموږ کور دينه
زموږ نغری دئ زموږ ګور دينه
دښمن راغلی تر دېواله د کور
ولاړ سئ دا دئ د پښتون لوی پېغور
کامران نارې کړې چي پښتونه قامه
توره را باسه مره پر ننګه نامه
مه بایله ځان اوسه ولاړ پر حصار
د پښتانه پر ننګه ځان کړه ايثار
بويه غيرت چي مو ناموس خوندي سي
نوم د پښتون نوم د اولس خوندي سي
زلمو چي واروېدې نارې غلبلې
له يارمحمده او کامرانه دلې
له کلاوواته زمريانو په څېر
پر دښمنانو يې جوړ کړ لټپېر
سرونې غوڅ کړه د دښمن په توره
موره يې کړه پر غليمانو بوره
دښمن شو مات راغی دوران د کامران
د يار محمد د بري ستوري ځلان
منبع: پښتو دایرة المعارف- شپږم ټوک -۲۶۰
پښتنې مېرمني ، ۷۴-۸۰ مخونه.
یادونه: د هرات ښار یو مهم واټ له ډېر پخوا څخه د سپینې ادې په نوم نومول سوی دی، چي د هرات خلګ يې –اسپین ادی- او هغه پښتانه چي ددې له نامه څخه نا آشنا دي، هغوی يې بیا د – سپينه اډه/ې- تلفظوي، دوی فکر کوي چي دا به د موټرانو یا د کوم بل څه –اډه – وي، حتی تعليم یافته اشخاص يې لا – اسپين ادی- بولي، ښاروالۍ او اطلاعاتو کلتور چي کومي لوحې د دې واټ او بېلابېلو کوڅو لپاره کارولي، هلته یې لا تېروتنه کړې ده.
د هرات نوميالي تېري برخي:
لومړۍ- دوهمه – درېیمه – څلورمه – پنځمه – شپږمه – اوومه – اتمه – نهمه – لسمه – یولسمه – دولسمه – ديارلسمه – څوارلسمه– پنځلسمه، شپاړسمه