اپلاتون د سوکرات له خولې کاینات په دوه برخو وېشلي، چې یو ته یې بشپړ او بل ته یې نابشپړ کاینات وايي. له بشپړو د دوی هدف ماوراءالطبعیة دی. او نابشپړ یې هغه محدوده بولي چې د انسان لهپاره غوره شوې. دوی دا هم زیاتوي چې نابشپړ ـ دغه چې موږ پکې اوسو – د هغه بشپړو سیوری یا کاپي ده.
په دې برخه کې ټولې ترلاسه شوې تیورۍ په ډاګه کوي، چې د سوکرات دغه ادعا کلونه وروسته پر اسلامي تصوف دروند سیوری وغوړاوه او د دې لارې پیروانو په ناخودګاه ډول بېلابېل افکار ایجاد کړل.
اوس پوښتنه دلته ده چې د سوکرات له خولې د اپلاتون دې اند یوازې پر اسلامي تصوف څه ورزیات کړل او که په نورو ادیانو کې یې هم د تظاهر نښې حس شوې؟
د دې پوښتنې په ځواب کې پر نورو ادیانو د دې مفکورې تاثر ته هم اشاره کېږي، چې پر اساس یې تصوف تقریباً په ټولو ادیانو کې د یوې ځانګړې لارې په توګه پېژندلای شو. خو ممکن ځینې کسان، ننني اهلالتصوف ته په کتو، شکمن شي او وپوښتي چې آیا د پیرانو او مذهبي سرلارو ترمخ ګډا او پرلهپسې سجدې هم د هاغه تصوف پاتېشوني دي؟
هو. خو دغه د دوی هغه ناعملي شوې مفکوره وه، چې انساني نیمګړتیا ته په درککېدو ترې په لاشعوري ډول بیان شوې وه. ځکه دوی په ناخبرۍ د عقل په پرتله عشق ته لومړیتوب ورکړ، چې عملي مثالونه یې بیا معاصرو پیروانو ښه په جوش وپالل او له ژوند سره یې خاصې جګړې ته مټې رابډې وهلې. له اسلام پرته په نورو ادیانو کې هم دې ډول افکارو د ډېرو کسانو ورځنۍ چارې ورنګولې. خو په دې برخه کې د هند مشهور شاعر، رابندراناتهـ ټاګور، و چې په خپلو اشعارو کې یې له عقل سېوا عشق عظیم جنونیت وباله او له خپل دې ځواکه یې تر ډېره د ژوند د بېلابېلو جمالیاتو په رغښت کې استفاده وکړه.
ټاګور له ژونده د یو دردېدلي کس غوندې ژوند ته خاندي او دا خندا یې تش شعار نه، بلکې د ژوند د هر بُعد د ستاینې پرلهپسې زمزمې بللای شو.
د ټاګور یو اثر “گیتانجلي” دی. په دغه کتاب کې د ده د هنر هغه مثالونه راغلي چې عشق پکې ښه پالل شوی او د عظمت بیان یې په خوندورو الفاظو پېیل شوی دی.
ټاګور وایي:
“دا چې؛ “زه تا غواړم، یوازې تا” زما په زړه کې بېشماره تکرار ساته . ټولې آرزوګانې چې ما د شپې او ورځې پرېشانه کوي، درواغ دي او بېخي تشې.
لکه شپه چې په خپله توره تیاره کې د رڼا امید پټ ساتي، همدغه رنګه زما د بې خبرۍ په تل کې دا آواز آزانګه کوي چې، زه تا غواړم یوازې تا.
زما انحراف د هغه طوفان په څېر چې په خپل ټول قوت امن ماتوي او بیا هم په امن پسې لالهانده ګرځي، ستا مینې ته صدمه رسوي خو بیا هم دا آواز ځنې خېژي چې زه تا غواړم یوازې تا.”
دغه کتاب په ۱۹۱۳ع کې د نوبل جایزه اخیستې او د پُرپیغامه سندرو پښتو ژباړه یې استاد عبدالروف بېنوا کړې، چې په ۱۳۳۶هـ ش کې لومړی ځل چاپ شوې ده.
په ګیتانجلي کې د هر شعر منثوره ژباړه، لوستونکی د ټاګور غوندې پر یو بل ژوند مینوي او د مرګ پر فلسفه یې روږدوي. مرګ ته موسکېدل، د ټاګور هغه ځانګړنه ده، چې تمامو کیفیاتو د تقدس څاڅکي ورڅڅوي.