تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سرور دانش به د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ده د کاندیداتورۍ په ټکټ کې شامل وي.
ښاغلي غني د دایکنډي او بامیان د سفر په لړ کې یوې ولسي غونډې ته وویل«دانش به له ما سره ودرېږي. موږ به په ګډه پلانونه عملي کړو.»
ولسمشر غني په وروستیو کې له بلومبرګ خبري اژانس سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل د ۳۱ نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.
دانش د ولسمشر دوهم مرستیال دی او ګومان کېږي چې بیا به هم د ښاغلي غني د دوهم مرستیال په توګه کاندید شي.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې څوک به د ښاغلي غني لومړی مرستیال وي.