تاند- په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي چې پر مالستان ولسوالي د طالبانو د تېرې شپې حملې شنډې شوي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني یوه استازي محمد علي اخلاقي نن /دوشنبه/ د ایران فارس نیوز خبري اژانس ته وویل چې د غزني پر مالستان او جاغوري ولسوالیو د طالبانو حملې ځپل شوي او دې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اخلاقي په وینا طالبانو تېره شپه د مالستان ولسوالي پر مرکز حمله پیل کړې وه خو د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت په نتیجه کې د طالبانو حمله یومخ ناکامه شوې او تېره شپه ۱۱ بجې په سیمه کې جګړه پای ته ورسېده.

پر مالستان د طالبانو له حملې سره په یو وخت په کابل کې سلګونه هزاره ګان له دشت برچي څخه راووتل او د ښار تر مرکزي برخو پورې یې لاریون وکړ. دوی پر حکومت انتقاد کاوه چې ولې طالبان پر هزاره مېشتو سیمو حمله کوي.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې طالبان پر هزاره مېشتو سیمو حملې کوي.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې د خونړي قومندان حکیم شجاعي د یرغل په وړاندې د خاص اروزګان د کلیوالو ملاتړ وکړ او کله چې یې د دې برید په وړاندې په مرکز کابل کې د هزاره چارواکو شدید عکس العمل ولید، د غزني په دوو خورا امن هزاره مېشتو ولسوالیو جاغوري او مالستان یې بریدونه وکړل.

ښاغلی اخلاقي، چې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازی دی، وايي چې طالبان د جاغوري ولسوالي په هیڅ برخه کې نشته خو د دې ولسوالي په پوله کې راغونډ شوي دي.

اخلاقي وايي، حکومت باید جاغوري او مالستان ته اضافي ځواک واستوي چې طالبان د دغو ولسوالیو پولو ته داخل نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *