تاند- د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی نصرت رحیمي وايي چې د استقلال لېسې مخته انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د مظاهره چیانو په منځ کې چاودنه وکړي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، نن /دوشنبه/ څه باندې یوه نیمه بجه یوه پلي ځانمرګي غوښتل چې د مظاهره چیانو منځ ته ننوځي خو له مظاهرې شاوخوا ۲۰۰ متره لېرې امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په پوسته کې ودراوه.
رحیمي وویل چې د چاودنې په نتیجه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د پېښې ډېری قربانیان امنیتي ځواکونه دي.
له بلې خوا د کورنیو چارو زارت ویندوی نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د کابل په نننۍ حمله کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.
ده همداراز وویل چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د پېښې په سیمه کې یوه پولیس افسر فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ۱۰ تر ۱۵ تنه یې لیدلي چې په وینو ککړ ول.
ده هم وویل چې اکثره قربانیان د افغانستان د ملي امنیت د ادارې غړي ول. دا ځواکونه د مظاهره چیانو د امنیت لپاره دې ځای ته استول شوي وو.
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویندوی رسنیو ته ویلي چې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
په کابل کې انتحاري برید لږترلږه ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
تاند- د کابل په پښتونستان واټ کې (دوشنبه/ نوومبر۱۲) په داسې حال کې چاودنه شوې چې لا هم سلګونه هزاره ګان د ښار په مرکزي برخو کې مظاهرو ته دوام ورکوي.
لومړني راپورونه وايي چې دا چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې ده.
ځینې راپورونه وايي چې برید د مظاهره چیانو د رایوځای کېدو ځای ته نژدې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي، په دې چاودنه کې، چې د ماسپښین په یوه نیمه بجه وشوه، لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش همداراز وايي چې دا انتحاري حمله د استقلال لېسې ته څېرمه شوې ده.
د دانش په وینا داسې ښکاري چې حمله کوونکي په انتحاري برید کې له موټر څخه کار اخیستی وي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
د پېښو په قربانیانو کې پولیس هم شامل دي. تراوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
له تېرې شپې راهیسې یو شمېر هزاره ګانو په کابل کې په دې اعتراض کې مظاهرې پیل کړي چې وسله والو طالبانو ولې د غزني پر مالستان او جاغوري ولسوالیو حملې کړي دي.
هم حکومت او هم په ولسي جرګه کې هزاره استازي وايي چې دولتي ځواکونو پر مالستان او جاغوري ولسوالیو د طالبانو حملې په شا تمبولي دي او اوس جګړه نشته.
د خبر نور جزییات همدلته وړاندې کېږي.