تاند- د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي نن /سې شنبه/ په داسې حال کې د غزني مالستان ولسوالي ته ورسېد، چې طالبانو د دې ولسوالي د نیولو ادعا وکړه.

راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه په مالستان ولسوالي کې د طالبانو پر ضد پراخې حملې ته ځان تیاروي.

لوی درستیز وویل چې د یاغیانو پر ضد به عملیات ښايي همدا نن /سې شنبه/ پیل شي.

طالبان وايي، مالستان ولسوالي یې نیولې

له بلې خوا ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د غزني په یو شمېر سیمو کې یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

له بلې خوا د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، وسله وال طالبان وايي چې د غزني مالستان ولسوالي یې له ۵ ورځنۍ جګړې وروسته نیولې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د مالستان ولسوالي د نیولو په جګړه کې ۴۲ دولتي ځواکونه او ۲ طالبان وژل شوي دي.

خو د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو لاس ته د مالستان د لوېدو ادعا تایید کړې نه ده.

حکومت ویلي چې مالستان او جاغوري ولسوالیو ته یې کومکي ځواکونه استولي دي.

طالبان وايي چې د جاغوري ولسوالي د نیولو لپاره هم جګړه روانه ده او د دې ولسوالۍ ځینې برخې یې نیولي دي.

د غزني په ولایتي شورا کې د جاغوري استازي وايي چې طالبان د جاغوري ولسوالۍ په پوله کې ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې یو وار بیا پر دې ولسوالۍ برید وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *