د جمعیت ګوند یوه پخوانۍ غونډه

د عبد الله عبدالله  له کانديداتورۍ وروسته په جمعيت کې اختلافونه تر هغې کچې رارسېدلي، چې ښايي ځينې يې د جمعيت له ادرس څخه د عبدالله نوماندي رد کړي.

محور ته رسېدلي راپورونه وايي، په مخالف لوري کې درې کسان (ضيا مسعود، ډاکتر مهدي او حفيظ منصور) په عطامحمد نور او صلاح الدين رباني تور لګولى، چې په جمعيت کې يې ځانونو ته اعزازي منصبونه جوړ کړي او ټول ګوند شخصي کاروي.

په جمعيت کې درځونه له يوه کال راهيسې د کنګرې د نه رابللو په سبب وو، خو اوس له عبدالله عبدالله څخه د جمعيت په ادرس ملاتړ ستونزه ژوره کړې ده. عبدالله د جمعيت ګوند غړى نه دى او د تغير او اُميد په نوم ګوند لري.

له يوه کال راهيسې د جمعيت په رهبرۍ کې اختلافونه سبب شوي، چې جمعيت له خپل پخواني روب و دبه پريوځي او په اوو مختلفو ښاخونو تقسيم شي. تغير او اُميد، افغانستان نوين، روند سبز، ملي ايتلاف د جمعيت هغه څانګې دي، چې مشران يې د ګټو پر بنا له زاړه تنظيمي تشکيله له خپلو ملګرو سره را ووتل.

خو هم په تېرو ټاکنو کې او همدامهال عبدالله يوازينى کس دى، چې د جمعيت ادرس کاروي. دده ترڅنګ په عطامحمد نور تورونه دي، چې د جمعيت موقف يې د خپلو ګټو لپاره په شخصي جايداد بدل کړى دى.

په يوه وروستۍ کتبي اعلاميه کې چې محور تر لاسه کړې: (سید محمد خیر خواه، اجرالدین اقبال، عبدالقیوم ملکزاد، مولانا نور الهدی، دکتر شمس الحق آرینفر، سلطان محمد اورنگ، سید احمد اشرفي، دکتر عنایت الله خلیل هدف، عبدالحفیظ منصور، محمد اکرام اندیشمند، خلیل مینوي، غلام رسول قرلق، صدیق الله توحیدي، عبدالناصر شفیق، داکتر مهدي، فیض الرحمن وثیق، میرزامحمد روستایي، جلال فرهیخته، معلم احمد، محمدالله افضلي، محمد هاشم سروري، سیدعالم هاشمي، محمدعارف عارف) د جمعيت په مشرتابه نيوکه کړې او د عبدالله د نوماندۍ ملاتړ يې د څو محدودو کسانو شخصي تمايل ګڼلى دى.

په دغه اعلاميه کې راغلي، دوه کاله وړاندې د جمعيت ګوند د مشر له مرګ وروسته د کنګرې د رابللو په موخه يو کميسيون جوړ شو، چې وعدې ورکړل شوې ډېر ژر به کنګره دايريږي، چې د جمعيت ټول غړي دې څه ته سترګې په لار وو، خو يوشمېر کسانو دغه بهير وداراوه او د خپلو ځانونو لپاره د نوم او منصب د رامنځته کولو په لټه کې شول.

په اعلاميه کې پوښتنه شوې، چې دغو کسانو په کوم صلاحيت او مشروعيت سره دندې، لقبونه او منصبونه د ګوند په چوکاټ کې په ځانونو او نورو ويشلي او له کومې مرجعې دغه صلاحيت ورکړل شوى، چې له جمعيت څخه دې کاندېدان وړاندې شي؟

اعلاميه زياتوي، د ناکامو ايتلافونه چې سر له اوسه د ټوټه کېدو او وېشلو په پولو ولاړ دي او يا سره وېشل شوي، تر ټولو دروند ګوزار شايد جمعيت ته ورسېږي، له کومې شورا سره په مرکز او ولايتونو کې سلا مشوره شوې ده. د سرچينې په حواله دغه ډول د دفترونو پرانستې، تشکيلات او اجرات د جمعيت له ادرسه هېڅ ډول مشروعيت نلري: ((د ولسمشريزو ټاکنو په اړه د جمعيت ګوند ديو شمېر کسانو تصميمونه او کړنې چې د ياد ګوند انتخاباتي پروګرامونو د ويشلو لامل شوي، په هېڅ ډول د جمعيت استازيتوب نشي کولاى او ددې مسووليت به د هغه چا په غاړه وي، چې داډول خپلسري تصميمونه نيسي.))

جمعيت مشرتابه په کنګره رابللو او اساس نامه له دوه کلونو راهيسې لانجه لري. اسماعيل خان، عطامحمد نور، مسعودکورنۍ، د استاد رباني اولادونه او دويمه کټګوري جمعيتيان په جمعيت کې د اختلافونو او تقابل اړخونه دي.

د جمعيت يوه سرچينه د نوم نښودلو په شرط وايي، دوى به په غوڅ اکثريت د جمعيت له ادرسه د عبدالله عبدالله د نوماندۍ مخالفت وکړي.

د سرچينې په خبره عطامحمد نور په جمعيت کې بدماشي کوي او د شرافت له کبله ډېرى جمعيتيان غلي دي، خو دده په باور له دې وروسته جمعيت د چا د شخصي حکمرانۍ د انکشاف وسيله نشي پاتې کېداى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *