تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار له یو شمېر استازو سره په کتنه کې وویل چې نړیوال اسلامي پوهنتون به جلال اباد کې جوړ شي.
ښاغلي غني وویل، نه یوازې نړیوال اسلامي پوهنتون بلکې د ټکنالوژۍ پارک به هم په ننګرهار کې جوړ شي.
مخکې د اجرايي رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ کابینې پرېکړه کړې وه چې نړیوال اسلامي پوهنتون دې په کابل کې جوړ شی.
ښاغلي عبدالله ویلي چې د اسلامي کنفرانس موسسې غوښتنه دا ده چې دا پوهنتون دې په کابل کې جوړ شي.
خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وايي چې سعودي عربستان په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړېدو وړاندیز کړی و.
ولسمشر وویل: «د بهرنیو چارو وزارت هغه مسوولین چې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه یې ناسم معلومات ورکړي وو، هغوی به مجازات شي.»
ولسمشر غني وویل چې په اسلامي کنفرانس موسسه کې یې د افغانستان استازي ته لارښوونه کړې چې په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو کار پیل کړي.
ده دا هم وویل چې په ننګرهار کې یې د اداري کمپلیکس لپاره مځکه ځانګړې کړې او دغه راز به په دې ولایت کې د ټکنالوژۍ پارک او نوی ملکي هوايي ډګر جوړ شي.
ښاغلي غني د داعش پر ضد د ننګرهار د خلکو په تېره بیا د نازیانو مقاومت او پاڅون وستایه.