مالیې وزیر قیومي

تاند- د افغانستان د مالیې وزیر وايي، هیواد یې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې د اختلاف قرباني شوی دی.

د ماليې وزیر همایون قیومي په واشنګټن کې وویل، وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ م کال روسیې د کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې خورا خړپړې شوې.

ښاغلی قیومي وايي، له هماغه وخته د افغانستان په اړه د روسیې دریځ بدل شوی دی.

ده وویل چې روسیه اوس د سختدریځو او ورانکارو ډلو ملاتړ کوي.

د افغانستان د مالیې وزیر همداراز وویل، تر څو چې پاکستان د تروریستي ډلو ملاتړ بس کړی نه وي، په افغانستان کې سوله ناممکنه ده.

د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امریکا د حملې په مهال روسیې د امریکا کلک ملاتړ وکړ خو د اوکراین پر سر د روسیې او امریکا د اختلاف له ډېرېدو وروسته روسیې نه یوازې په افغانستان کې د ناټو او امریکا له ملاتړه لاس واخیست بلکې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ یې پیل کړ. ظاهراً روسیه د طالبانو د ملاتړ لپاره دا دلیل راوړي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډله د روسیې پر ضد رامنځته کړې او طالبان د داعش مخه نیسي.

2 thoughts on “قیومي: افغانستان د روسیې او امریکا د اختلاف ښکار شوی”
  1. مطلب دا چې سپي زمونږ دي او زنځیرونه په کې روسانو او امریکایانو اچولي او جنګوي.‌

  2. توکہ مہ کوہ افغانستان خو لہ دیر پخوانہ د دول دول کرکیچو نو قربانی شوی چی پیچلی اناتومی ورنہ جوریزی کہ باور دی نہ راخی زہ بہ یی ڑوندی مثالونہ در تہ ووایم
    گوری چی ستاسی استازی پہ ماسکو کی دیر کمزوری وہ د افغانستان تاریخ،ھویت،مستقبل او زعامت دا وایی چی پہ نریوالو مسایلو کی باید ھغہ خوک برخہ واخلی چی د یوہ ملت پر تولو ضوابطو او روابط و کی بشپر لاس رسی ولری مھمہ نہ دہ چی خوک دی او پہ کوم قوم پوری ترلی خو دغہ استازی لکہ د یوہ فلم لیدونکی چی پردئ تہ گوری۔کیدای شی دوی مناسب شخصیت ولری خو دلت سیاسی پوھہ،لہجہ ، وقت او دسپلین فرق کوی پہ داسی حال کی چی د نری پہ ھر گوت کی یی خلک گوری
    بزک نمیری کہ جو لغمان رسید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *