تاند- د افغانستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او د امریکا د متحدو ایالتونو استازو د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د خبرو لپاره په ابوظهبي کې غونډه وکړه.
د امارات خبري اژانس د راپور له مخې، په دې څلور اړخیزه غونډه کې، چې د سې شنبې په ورځ جوړه شوه، د څلور هیوادونو استازو پر یو لړ سپارښتنو موافقه وکړه چې د افغانانو له ارمانونو او غوښتنو سره سم په افغانستان کې د هراړخیزې سولې او پخلاینې سره مرسته کوي.
اماراتي خبري اژانس وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې غونډې پر پایلو رضایت ښکاره کړ.
اژانس د غونډې د سپارښتنو جزییات نه دي څرګند کړي. دا هم نه دي ویل شوي چې د افغانستان په استازیتوب چا په دې غونډه کې ګډون کړی و.
زلمی خلیلزاد روانه اوونۍ کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر، اجرايي رييس او یو شمېر نفوذلرونکو سره یې د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د دوهم ځل لپاره وویني. ده تېره میاشت هم د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره خبرې کړې وې.