زیاتره ګورو چې د ځينو مشرانو، چارواکیو، اتلانو، لوبغاړو یا نورو مشهورو شخصیتونو د شخصي ژوند انځورونه ټولنیزو شبکو ته پورته شوي وي.
یوه بېلګه یې فېسبوک ده، چې اوس ورته زیاتره لوستي افغانان لاس رسی لري او هر څوک پکې خپل نظر وړاندې کوي.
پدې ټولنیزې شبکې کې زیاتره د یوه چا کورنی تصویر پورته شوی وي، او ترې لاندې په سلګونو تبصرې راغلې وي چې زیاتره یې منفي اړخ لري او ځينې خو پکې بیا په شخصي حریم د تیري تر حده هم رسېدلي وي.
یا زمونږ په ورځني ژوند او ناستو کې له خلکو اورو، چې د یو چا په اړه به پدې دلیل بد رد وایي، چې فلاني ځای کې مې ولیده، یا فلانی کس ورسره و، یا یې فلانی کار کوه، پداسې حال کې چې ګیله من کس به خپله خپل ځان ته د یاد کار جواز ورکوي.
دلته څو پوښتنې راولاړیږي:
موږ ولې هغه څه، چې خپله یې ارمان لرو په بل نه لوروو؟
آیا دا زمونږ تنګ نظري ده ؟
یا مو د ځینو ځانګړتیاو له امله ځینې کارونه په ځینو شخصیتونو نه لوریږي؟
یا دا چې هغه ځای زموږ په طبعیت ندی برابر نو ځکه یې په بل چا هم نه لوروو؟
یا که موږ یې نشو ترلاسه کولی، نو نه غواړو چې بل هم ترې برخمن شي؟
داسې نورې ډېرې پوښتنې انساني ذهن ته راځي، ځينې قوانین، روایات، ټولنیز جوړښتونه او رواجونه مو هم داسې فکر کولو ته اړباسي.
ایا انسان تر بلې هر ځانګړنې د مخه انسان ندی، یو څه چې زه د یوه انسان په حیث غواړم ولې یې باید بل انسان ونه غواړي.
که هر څوک پخپل انساني ذات او چوکاټ کې ولوستل شي کېدای شي له ډېرو هغه خلکو سره مو هم ستونزې له منځه لاړې شي چې راباندې بد لګي.
هر انسان کورنۍ لري، د کور دننه ژوند متفاوت وي، هر څوک له خپل چاپېریال او حالت سره عادي وي، خو نورو نا بلدو ته یې پرې پوهېدل یو څه ستونزمنه وي.
د بېلګې په ډول، زموږ په ښارونو کې زیاتره کلیوال وګړي، د ښځو د کار، زده کړو او نورو فعالیتونو سخت مخالفت کوي، ددې کار لپاره یې هر یو، له ځان سره کیداې شي سلګونه دلایل ولري.
خو د همدې کلیوال په کليو کې بیا ښځې له لېرو ځایونو اوبه راوړي، له نارینه و سره په پټيو کې کار کوي، څارویو ته واښه راوړي، لرګي راټولوي او داسې نور…
هلته بیا کلیوال انسان له خپل چاپېریال سره عادت وي، او هر څه ورته داسې عادي ښکاري لکه څنګه چې یو ښاري وګړی د ښار له چاپېریال سره عادت وي.
دا زموږ د عمومي او ټولنیزو ستونزو یوه بېلګه وه، خو فردي ستونزه دا ده چې موږ لومړی، ځانګړتیاوې ګورو او وروسته انساني ذات ته مراجعه کوو.
انسان، انسان دی !ولی یې له انساني غوښتنو او اړتیاو مبرأ وګڼو .
که یو انسان په هر ځای کې وي، هره دنده لري، هر څومره زده کړې یې کړي و، یا هر ډول ټولنیز مقام ولري؛ خو بیا هم لومړی انسان دی، او بیا همدې انسان نورې ځانګړتیاوې خپلې کړي دي.
زیاتره مو خپل ایډیال کسان پخپل ذهن کې داسې مجسم کړي وي، چې ګوندي انساني ذات او فطرت یې له منځه تللی او یوازې مسلک ورپاتې دی، بیا یې که کله په یوه داسې ځای یا حالت کې وګورو چې موږ خپله ورتلل غواړو، خو په هغې مو نه لوریږي، نو زړه مو ترې بد وي یا ورپسې خبرې کوو.
که موږ د یو انسان په حیث یوه غوښتنه لرو، نو باید هر انسان ته یې د انسان په حیث د غوښتلو جواز ورکړو، او که هر انسان له نورو ټولو چوکاټونو پرته یو ځل په انساني چوکاټ کې ولولو، نو باوري یم چې ځینې شکونه، نفرته، سوی تفاهونو او ستونزې به مو ورسره حل شي.
میراحمدیاد صاحب ستالیکنه خوډیره په زړه پوری ده لاکن زموژاصلی ستونزه داده چی بی تعلیمه اونالوستی خلګ ژموژواکدارن اومشران دی اوهغوئ موژته هیڅ پاملرنه نکوی حتی موژته د یوسوال یاجواب فرصت لانه راکوی چی ستونځی موسره حل سی مننه