ځينې ساده مفاهيم هم كله نا كله تعريف ته اړتيا لري· همدا سببب دی چې موږ تراوسه په خپله ټولنه كې د دين، ملا او روحانيت په اړوند يو روښانه تفسير نه لرو· په علمي لحاظ د دين او روحانيت توپير ډير زيات بريښي· د دين مانا د روحانيت په نسبت يو څه محدود او په يوه خاص تفكر او اعتقاد پورې تړلې ده، په داسې حال كې چې روحانيت د انسان له وجودې ماهيت سره تړاو او مانا يې پراخه ده· نن ورځ په نړۍ كې زيات كيتونه، مذهبونه فرقې او اديان شته چې هر يو ځانته خپل دلايل لري خو د روحانيت د مفهوم دايره پراخه او د انسان د باطنيت پورې اړونده بلل كيږي.
باور داسې دی چې د روحانيت گړنه يا مفهوم له عيسويت نه په اسلامي فرهنگ كې را زيات شوی دی خو پاتې دي نه وي چې روحانيت يعنې لكه څنگه چې يو هغه ډول ځان وښيو يعنې صداقت او رښتينواله لرل· يعنې د خپل همنوع له درد او كړاو نه خبريدل· ښه نيت لرل ·
په متداول او رواجي فرهنگ كې هغه څوك چې د نفس او عقل عالم اوپوه وي په فقه اودينې پوهنو باندې بشپړه احاطه ولري روحاني يې بولي· په ټوله كې په اسلامي فرهنگ كې موږ اسلامي عالم پيژنو چې قران پيژندونكي وي، چې پيغمبر پيژندونكي وي، احاديثو اوسنت باندې پوهه ولري· اوپه نهايت كې هغه څوك چې په اسلامي فرهنگ وپوهيږي· په يوه اسلامي پوهنه كې متخصص وي· خو ځينې كسان دي چې ډير ځان روحاني ښۍ، ځان سپيڅلي ښۍ دا بيا بيل بحث دی·
د اسلام سپيڅلی دين د افغانانو په فرهنگ اوټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري اويا په بل عبارت ټوله بوده اوتنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده. زموږ په هيواد كې د اسلام مقدس دين د علم، پوهې او ترقۍ له پاره مثالي اونمونه يي ارزښتونه را منځ ته كړي دي. اسلام اواسلامي مناسك د پرديو په وړاندې تل زموږ د خلكو او اولسونو ديووالي اوپاڅون له پاره دالهام منبع وه.
د علم او پوهې په برخه كې موږ وينو چې زموږ په هيواد كې د اوږدې كورنۍ جگړې وروسته د شلمې پيړۍ په سر كې مدرن تعليم رواج شوچې دحبيبې ليسې په جوړيدو سره پيل شو. له هغه د مخه زموږ د هيواد زياتره پوهان او عالمان عارفان او صوفيان، فلاسفه اوحكيمان، شاعران او اديبان د اسلامي زده كړو له مركزونو، مدارسو او جوماتونو څخه راوتلي دي.په مجموع كې په اسلامي تمدن كې دا لړۍ په نورو اسلامي هيوادونو كې هم همدا شان وه· خو زموږ په هيواد كې يې ژوندې مثالونه موجود دي· دمثال په توگه:
وايي چې د هارون الرشيد او مامون الرشيد په وختونو كې د بغداد په نسبت په بلخ كې د مدارسو شمير زيات و. او د دغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو پورې محدود نه بلكې ټول مضامين اوعلوم په كې شامل و. خو زموږ په سنتي او دوديزه ټولنه كې دملا دريځ له دينې عالم نه په ټيټه سطح كې واقع وو·
زموږ د هيواد په كليو او ښارونو كې كه جامع جوماتونه د ټولنيزو پريكړو مركزونه وو. دغه راز لوې جامع مسجدونه د علم اوپوهي د زده كړې مركزونه هم و· خو پر دې ټولو سربيره چې ملې اسلامي ارزښتونو زموږ د هويت په ساتلو اوكره كولو كې مهم رول لوبولى دى، خو د ناپوهواو د پرديو سازمانونو له خوا د استخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير زموږ په فرهنگ او ادب كې پاتې شوی دى.
زياتره څيړونكي د ملا په اړوند يو خاص تفسير لري،په دې مانا چې زياتره ملايان د اسلامې زده كړو، پوهي او اصولو څخه ناخبره دي . د ملا په اړوند دغه تصوير د روحانيت د موسسې په باب تصور نه دى، بلكې د روحانيت له موسسې څخه د ناوړه گټه اخيستنې اوناسمو تعبيراتو په باب تصوير دى.
په اوسنيو شرايطو كې دپښتنو ټولنه په خاصه توگه يوه تيت پرك اوخوره وره پرته ټولنه ده. د انډوليزې ټولنيز اقتصادې ودې نشتوالی ددې سبب شوى دى چې يو ډول نه تواميت اونه انتيگريشن موجود اولاسبرى وي.
هغه څه چې په عامه سطحه په ټولو لرو او برو پښتنوكې شريك دي، هغه پښتو ژبه اوپښتنولي ده. پښتو اوپښتنولي د دوى د يووالي او نږديوالي عمده فكتور دې.چې البته په اوس وخت كې دنوی والي له څپې سره مخامخ ده ·
د انگليسي پوه والتر بيلو(H.W. Bellew) په قول چې په نولسمه پيړۍ كې د پښتنو د ټولنې د بېلابېلوقشرونو او ډلو څيړنه كوي.او د (A general report on th yusufzais) په نوم اثر يې كښلى دي، د روحانيت په باب وايي: ((روحاني د ملاطبقه(كلاس)٬ يا د روحانيت نظم )) استانه کې وایي، ملا د روحانيت يوه فعاله كتله ده. د مذهبې ژوند له پاره د نړۍ يا د دونياپريښودلوپه خاطر دوی خپله انرژي د اسلامي احكامو زده كړې او درس وركولو په لار كې لگوي. استانه يا استانه دار كيداى شي خپل ځان د مذهبې احكامو له پاره وقف او يا وقف نه كړي.له دې امله كه دوى دا كار كوي نو په اټكلى توگه خپل پلويان را پورته كوي، خو يو لوى اكثريت ورسره زيات خوښ وي. دوى دونيايي ژوند په خوشالۍاو نيكمرغۍ سره پرمخ بيايي. دوى د مذهب له پاره خپل ژوند وقفوي. په ټولنه كې د دوى كلاس اوس د پاملرنې وړ دى. ملاپه څلوروكتگوريو(برخو)كې پيژندل كيږي. امام-ملا–، شيخ – اوطالب العلم.
امام په ساده توگه يو د جماعت مشر دى چې په جومات كې را ټوليږي، يا جماعت ورته ويل كيږي. همدارنگه رسمي دنده لري، دجومات په اړوند په لمانځه كې ړومبنى مقام لري اوپه ځينو مواردو كې قران لولي او هغه تشريح كوي. هر جومات خپل امام لري يا پيشوا ورته ويل كيږي. دفتر اولقب دواړه ورته ميراثي دي.
ملا يو معمول روحاني دى، په عمومي ډول له هر جومات سره څو ډوله اړيكي لري. هغه اذان كوي، لمونځ وركوي، اوكله چې امام نه وي، د هغه په غياب كې امامت كوي. همدارنگه طالبانوته مذهبي درس وركوي. د كلي ماشومانو ته د اسلامي دوكتورين په اساس د لمانځه وركولو شكل او بنسټونه ورښۍ چې څرنگه د لمانځه ډولونه زده كړي، همدارنگه دوى اكثرا د امامت په چوكاټ كې بريالي دي، لقب او دنده اكثرا ميراثي ده.)) 1
خداى بخښلي كانديد اكاديميسين ابراهيم عطايي ليكي:
((مذهبي مشر ته ملاويل كيږي، ملاسربيره پردې چې مسجدساتي لمونځونه هم وركوي. دمړې دگور اوكفن خدمت هم كوي. نكاح تړي. ملا د سپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي اوكله چې د دوو رقيبانوترمنځ توده جگړه روانه وي نوملايان قرانونه پرسرنيسي او د جگړې ډگرته داخليږي اوپه دې ډول جگړه بندوي.
كله كله په جرگواو مركوكې اصلي غړيتوب اخلي خوپه لويو جرگوكې ملا د جرگې اصلي غړى نه وي. بلكې د دعا له پاره هلته ورځي. په دغسې جرگو كې ملا له جرگو څخه ليرې كښيني اوكله چې جرگه فيصله صادروي نوملاته دعوت وركوي اوهغه دخير دعا كوي. د ځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كيږي، د هغه سرپرستي په منظم ډول د ملا په لاس وي.))
استاد عطايي مرحوم پخپله شننه كې يو ښه ټكي ته اشاره كوي اوهغه دا چې ملا دټولنې يا كليوالي ټولنې دلوړ كاست پورې تړاو نه لري بلكې په دوديز ډول ملا دگاونډي يا همسايه په كتيگوري كې گڼل كيږي ·
اړينه ده چې دگاونډي مفهوم هم لږ څه روښانه شي · گاونډې دپلوان شريك اويا دكلا اوكلي په خوا اودځمكو سره وصل ځمكه لرونكی نه دی ·بلكې گاونډې هغه چا ته هم وايي چې له بلې سيمي دغه ياد كلي يا سيمې ته راغلي وي · خپله ځمكه اوجايداد ونه لري ·بلكې دهستوگنو خلكو دجايداد اوشتو په مرسته ژوند وكړي · ملايان زياتره له يوې بلې سيمې يا دبېل خيل اوتپې مربوط خلك وي چې په يوه كلي اوعلاقه كې ميشت كيږي · اودځانگړو مذهبې خدماتو په بدل كې دژوند اوروزگار مرسته تر لاسه كوي · اخون درويزه مشهور ملا وو چې په سوات كې ميشت شو ، دپير بابا مريد شو ·څه روزگار اومعيشيت يې دپير بابا له بركته اوڅه يې هم دمذهبې خدماتو دتر سره كولو له ليارې تر سره كاوه ·
ياد ملا چې دزيات نفوذ اواقتدار خاوند شو ،دسيمې اصلي اوسيدونكی نه وو· روايت دی چې هغه له پلار سره دافغانستان له شمال نه راغلي وو اوپه ځينو متونو كې هغه درويزه ننگرهار ي په نوم يادشوی دی · خو داچې ملا په جرگه كې اصلي غړی نه وي ،مانا يې دا هم ده چې ددغه عنعنوي غونډې اومجلس غړيتوب دسټې اوقوميت اوپه قوم كې دنفوذ په بنسټ دی·
همدا شان نورې ډلي يا اقشار هم دې چې يادونه يې اړينه ده · لكه سيد ،پير ،استانه ،ټولنيز موقف دملا له موقف څخه توپير لري ·
داصيل مفهوم هم په دې برخه كې دپام وړ دی · دعطايي صيب په باور په قبيلوي اشرافيت كې هغه څوك چې اصيل وبلل شي نو په نورو تفوق لري دا متل په دې متن كې زيات تكراريږي چې وايي :
(( اصيل خطا نه لري اوكم اصل وفا نه لري · هغه قبايل يا خيلونه چې ځانونه اصيل بولي نور دځان كفوه اوسيال نه بولي چې دا خبره دوينې او وراثت پورې اړونده وگڼل شي ·
يو بل مفهوم دستانه په نوم ياديږي ·ستانه دبزرگ مانا وركوي · سيدان ،صاحبزاده گان ستانه بلل كيږي · ټولنهدهغو مړی هم ستانه بولي · په قومونو اوقبيلو كې هم ځينې قوم ته ستانه بلل كيږي ·ستانه په زياترو مواردو كې په نورو قومونو كې مدغم كيږي · دغه كتيگوري خلك دننواتې په مراسمو اوروغه جوړه كې گډون كوي · سيدان خپله شجره دامام حسين (رض) يا حضرت علي كرم الله وجه يا پيغمبر ته رسوي · خلك اوقومونه ورته په درنه سترگه گوري خو هيڅكله دملا په سطحه كې نه گڼل كيږي·
دبيليو په قول استانه دار چې يو ديو مقام مالك دی په ليرې پرتو سيمو كې دبزرگ په نامه هم ياديږي · سيدان اكثرا يا په ټوله كې عرب دی چې له مخه مو يادونه وكړه·
همدارنگه پير هغه چاته ويلی شي چې افغان يا پښتون وي اوپه خپل ژوند كې دمعجزې اوكراماتو خاوند وي ·دهغه پاتې شونې هم دپيرانو په نوم ياديږي · داخون درويزه په تذكر ت الابرا ر والاشرار كې په خپل وخت كې دپيرانو شمير سوونه ته رسيده · خوشحال خان دغه قشر هم په خپلو اشعارو كې غندلي دي ·
مياگان هم هغه پاتې شوني دي چې له ټولنيز امتياز څخه برخمن دي مياگان هم پيرانو اوصاحب زاده گانو ته ورته دي ددوې اجداد اواسلاف هم سره له دې چې افغانان نه دي خو خلك يې خدمت اوقدر كوي · اودپيرانو په څير له امتيازاتو برخمن دي·
صاحبزاده هم دپيرانو اومياگانو په څير اويا هغو ته ورته دي چې له صاحبزاده له درجې نه وروسته دي · دا ځكه چې ددوې اسلاف په اصطلاح دروحانيت په كښته سطحه كې واقع دي · خو په پورته يادو شيو كتيگوريو سربيره دملا اوطالب العلم ټولنيز موقف جلا اوفعال دی · ددوی درناوی په ټولنه كې ددېنې اومذهبې مراسمو دمجريانو په بنسټ دي · دغه كړنې ددی سبب شوی چې په ټولنه كې نفوذ اوقدرت پيدا كړي·
په كليوالو سيمو كې ددوې نفوذ دجوماتونو په سطحه كې دی ·په وړو كليو كې يو او په لويوكليوكې ترڅلوروپورې جوماتونه وجود لري، دكلي خلك په گډه سره دجومات له پاره ملا نيسي، دكلي خلك ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي) د اوړي اومني په درمندونو كې غنم، جوار د(اړى) يا امامتۍ په نوم وركوي. پردې برسيره ملا ته سرسايه ،خيرات ، زكات، شكرانه او د اوسيدلو له پاره كور يا كوټه هم وركوي. همدارنگه خلك د غم اوښادۍ په حالاتو كې د ملا له پاره برخه هم ورليږي. ملايوازې د خپل ځان او د كور د افرادو له پاره جامې اخلي چې په ځينو وختونو كې د كلي شتمن اشخاص ملاته د جامو د اخيستلو له پاره نغدې پيسې هم وربخښي، په كليو كې ملايان دا دندې تر سره كوي:
۱. دكليو د خلكو له پاره پنځه وخته لمونځ وركوي، اذان وركوي اومذهبي احكام تبليغوي.
۲.په جوماتونو كې ملايان نجونو اوهلكانو ته درس وركوي اولمونځ ور زده كوي، نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي، په جوماتونو كې دوه ډوله كسان درس وايي:
يو هغه كليوال هلكان دي چې يا سهار د وخته او يا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي اوهلته مذهبي درس وايي.
بل هغه ماشومان يا هلكان دي چې په جومات كې په دايمي توگه مذهبې درس وايي. دوی په لومړي قدم كې دچړي په نوم ياديږي، د چړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو اوملا ته دكلي دكورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې دټوك يا چنډې په نوم هم ياديږي ، راټولوي. همدغه چړيان چې كله لږڅه زده كړي اولږ لوي شي نو دطالب په نوم ياديږي.
دچړې نوم هم تصادفي هغه نه دی ·يعنې هغه څوك چې چړ كوي له كورونو خيرات اوټوك را ټولوي ·وايي چې چړې اوطالب هغه څوك دی چې ډوډۍ دكليوالو له كورونو راټولوي اوخپل كالي پخپله پري منځي اوخوب په جومات كې كوي · چې له دې امله ددوې په منځ كې دزيات اخلاقي فساد دموجوديت گومان هم كيږي ·
ملا همدارنگه دنوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې داذان كولو دنده لري.كله ناكله دم اوتعويذ وركوي ، د قران مجيد په ختم كې برخه اخلي اوختم كوي. د مړي دتدفين اوتكفين مراسم اومذهبى مراسمو څارنه اوپالنه هم كوي.
الفنستن چې د نولسمې پيړۍ په سركې افغانستان ته راغلي اويو معتبر كتاب يې كښلى دى، د ملا په باب او د هغه د نقش په باب داسې يو تصوير وړاندي كوي وايي:
((په ټولنيز ډول دوى فعال اوپه نسبې توگه لايق كسان دي اود خپلې ډلې دگټو ښه پروا ساتي اواحتياط كوي چې خپل لوړ والی خوندي وساتي. دوى دخپل ملك دډيرو برخو خاوندان دي ، دځوانانو روزنه دقانون تنفيذ اوپه ټول ملك كې د قضا اداره چې د پاچا تر واك لاندې، دوى ته ورسپارل شويده او دغه امتيازات له هغه احترام سره يوځاى چې په ناپوهواوخرافات خوښوخلكوكې د دوى د علم په وجه دوى ته كيږي، ملايان په دې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو كې په افرادو او ان د اشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري. حاكمان اونور ملكي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي، اوځينې وخت پخپله پاچا وبيروي اوزيان ورته ورسوي. په مسلمانانو كې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف كارونه كيږي، له دغه قدرت څخه بده استفاده كيږي، خو په عين وخت كې زياتره وخت د ملايانو له دغه نفوذ څخه د مملكت په ډيرو برخو كې چيرته چې د عامه سولي د ټينگولو له پاره نور وسايل وي، د شخړو او دعوو په فيصله كولوكې په گټور ډول استفاده كيږي. د دغسې مذهبې شخصيتونو لښكرې زياتره وخت د هغسې دود، دولسونو په منځ كې له اوږدو چپنو سره ښكاره كيږي چې دجنگ له پاره تيار اواماده وي.))
بايد وويل شي چې د الفنستن نظريه په دې برخه كې د ملايانو د نخبه قشر په اړوند ده چې له دربار سره نږدې شوي او د قضا او شريعت چارې پر مخ بيايي دا بهير په كليوالو او ليرې پرتو سيمو كې نه وو· دې كې شك نشته چې دمركز ي دولت په منځ ته راتلو سره ملايان هم گام په گام په سياسي واكمنۍ كې ورگډ شول· د مذهبې مناسكو داجرا برسيره يې د قدرت خوند هم وڅښه ·
الفنستن زياتوي:
له هغوملايانوپرته چې دينې منصبونه لري، يا له دولت څخه وظيفې اومعاشونه اخلي٠٠٠٠ اوتر هغو لا ډير د كليو ملايانو ته چې د فصلونو يو څه ورته وركول كيږي، ډير نور ملايان د ځمكو يوه برخه د بخشش په توگه په لاس كې لري، چې يا يي پاچا يا يي دكليو مشران وركوي. او يا ځيني افراد يې د ميراث نه ورپه برخه كوي. ځينې نور ملايان د شرعي قانون په تدريس او تمرين ژوند كوي، نور يې په مكتبونو كې تدريس كوي او يا د شتمنو كسانو د زامنو شخصي معلمان وي.
ځينې نور يې د تبليغ په كار لگيا دي. او ولس يې ژوند ورتامينوي، ځينې په هغو وقفي وظيفو ژوند كوي، چې دولت او كلي يې شاگردانو ته ورپه برخه كوي چې د هغو په ملك كې سفر كوي اوځينې نور ملايان يا كوم كسب او يا دهقاني كوي. او يا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي· په خپله خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي او مشغوليت لري.))
په هر صورت په افغانې ټولنه كې يو اساسي عنصر چې دملا دقدرت اوځواكمنئ سببب شوی په هيواد دبهرنيو هيوادونو اوځواكونو يرغل اواشغال وو ·افغانې ټولنه چې د بيلابيلو قومونو اوقبايلو او مليتونو اويا نژادي واحدونو (اتنيك ډلو) نه جوړه وه اوده د بهرنيو يرغلگرو په وړاندې د اسلام سپيڅلي دين د خلكو د پاڅون او يووالي له پاره قوي انگيزه وه· د دې انگيزې پيدا يښت مشرتابه ته په رسيدو كې له ملا سره مرسته وكړه خو له بلې خوا همدغه قشر چی له سياسي بصيرت نه بې برخې او د هيواد په جغرافيه معتقد نه وو، په ډيره ارزانه بيه د بهرنيو يرغلگرو يا پرديو له ملاتړ او حمايت نه برخمن هم شو· په همدې ډول يې دسياسي اقتدار اوحاكميت مزه وڅښله· دې خوند اومزې هغه نور هم د قرانې احكامو دپلې كولو له چارې وويست· نور يې هم افراطي كړ ·بې رحمه يې كړ اودپر مختگ په مخالف لوري كې يې ودراوه· دين او دينې ارشادات او قراني احكام يې له ياده ووتل اوپه سياست كې دخيل شو· سياست او دين يې سره يو ځای او يو يې د بل له پاره وسيله كړه·
دافغان اوانگليس ترمنځ جگړې اوله هغو وروسته دملا ځواكمن كېدل اوبيا دشوروې پوځونو له راتگ نه وروسته دغه انگيزه لا پسی پياوړي شوه· په دې ترڅ كې نور زيات دپرديو په خدمت كې ولويد· دافغان شوروي د جگړې پر مهال ټول جهاد د يادې انگيزې له مخې د مذهبې توند لارو له خوا مشرې شو· خو دا هغه ملايان او يا مذهبې توند لارې وو چې په اسانۍ د گاونډيو هيوادونو له خوا دخپلو موخو دعملي كولو له پاره وكارول شول نه د واحد، هيواد د خپلواكۍ او اعمار له پاره·
ميم الف ۔کرګر ۔