د پښتنو د معاصر رهبر او په سیمه کې د عدم تشدد د تګلاري د بنسټ ايښودونکي خان عبدالغفار خان یا باچا خان د ژوند او مبارزې په اړه ترجمه شوی دا کتاب چې انګلیسي نوم یې Nonviolent Soldier of Islam دی دا اونۍ په کابل کې چاپ شو.
د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش وايي په دې کتاب کې بیان شوي چې څنګه یوه سوله ییز مبارزه بریالۍ کیدای شي او څنګه پښتانه هم کولی شي د جګړه خوښو افرادو په ځای سوله ییز مبارز ملت بدل شي.
نوموړی وویل د دې کتاب له چاپولو د دوي موخه داوه چې نړیوالو ته وښيي چې پښتانه د جنګ پلویان نه دي او نه ورباندي باور لري بلکه په تير پیړۍ کې دوي د سوله ییزې مبارزې هم خورا ښه تاریخ لري.
د اسلام سوله ییز سپاهي هندي الاصله امریکايي لیکوال ایکنت ایسواران لیکلي چې بسم الله پښتون مل، پښتو ته ترجمه کړی او د په شاوخوا ۲۵۰ مخونو کې چاپ شوی دی
د ژباړن په خبره ځکه یې دا کتاب د ترجمې لپاره غوره کړی چی نن سبا د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه له جګړو او تاوتریخوالی سخت ځوریږي او د دې کتاب په مطالعه سره کیدای شي چې سوله ییز ذهنیت خپور شي او جګړه مارو ته دا باور ورکول شي چې بې له وینو تویولو هم ازادۍ او نور سیاسي اهداف تر لاسه کیدای شي.
بسم الله پښتون مل وايي په هیواد او سیمه کې د سولې د راتګ لپاره به خپلې علمي او عملي هڅې جاري وساتي.
د اسلام سوله ییز سپاهي د پښتون دریم ژباړل شوی کتاب دی، نوموړی تر دې وړاندي د ۸۸ ورځې تر کندهاره، او (بې پيلوټه) په نومونو دوه نور کتابونه هم له انګلیسي پښتو ته ترجمه کړي و چې دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړي دي.