جنرال دوستم د افغانستان په مشهورو کسانو کې ځان نور هم متفاوت کړ، لومړنی کس شو چې د ځواکمن موقف د لرلو باوجود پرخپلو بدیو قانع او ملت نه یې بښنه وغوښته.
ښاغلی دوستم له ملیشه یي قومندانۍ څخه نیولې له ډاکټرنجیب سره د مخالفت او راپرځولو او بیا تنظیمي جګړو او په شمال کې ترډله ییزو وژنو ټولو کې مهم تورن او ښکېل سړی ګڼل کیږي.
د بشري حقونو خپلواک کميسون هغه ستایلی،چې د جګړې له قربانیانو او وارثانو یې بښنه غوښتې،خو ویلي یې دي چې له بښنې وروسته بښل او نه بښل د زیانمنو حق او واک دی.
د جنرال دوستم دا ابتکار که د ستایلو وړ او یو ښه اخلاقي جرئت دی،خو له ده نه ټول موجود توقعات او ده ته په زړونو کې موجودې رخې نه شي ختمولای.
انتخاباتي تکتیک
د جنرال دوستم زیات منتقدین له ولس نه د هغه بښنه غوښتل راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پورې پخپله ګټه د هغه تړلی تکتیک ګڼي او وايي،ځکه یې دا کار کړی،چې پخپل ګډون د جوړشوي ټاکنیزګروپ رایې او د بري چانس زیات کړي.
دا ادعا هم تریوه حده وزن لري او هم یې نه لري،لرل یې ځکه کیدای شي چې دوستم د ډاکټراشرف غني احمدزي(ولسمشریزنوماند)د ټاکنیزګروپ لومړی مرستیال دی او نه یې لرل په دې چې دوستم د ولسمشرۍ په لومړي دور ټاکنو کې خپله دغې څوکۍ ته نوماند و او هغه وخت یې داسې غږ نه و پورته کړی.
د دوستم منتقدین له ډاکټراشرف غني احمدزي سره د هغه ټاکنیزملګرتوب او پرده د هغه احتمالي فکري او سفارشي اغېزې د هغه د بښنې غوښتلو سبب ګڼي.
دا کار که په هرهدف شوی وي،د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د حساب او یادونې وړکار دی.
له عمله ترعامله
له جنرال دوستم اود ده په شان په جرمونو تورن او د زر او زور هرڅښتن نه چې ولس سره د خپل حساب سپینولو نیت او جرئت ولري،ترټولو لویه توقع چې باید وشي او یا کیږي،د عمل پرځای د دوی له پښېمانه کیدو ډېر د عمل له عامل سره یې د مبارزې توقع ده.
په بېلا،بېلو حوالو هغه عامل چې جنرال دوستم او د هغه حریفان یې خطرناکو او زړه بدوونکو سیاسي او جنګي لوبو ته مجبور او سره ښکېل کړل،د ټوپک په زور او نامشروع لارو واک او قدرت ته رسیدل وو.
دغو کسانو هریوه ترخپله وسه پورې واک ته د رسیدو هوس یوه قوم،ژبې،سمت،مذهب او په یوه اړخ کې کړې مبارزې ته خپله زیاته وفاداري او خدمت باله.
دوی پردې توافق نه کاوه،چې د ولس د وېشلو پرځای د یوه ملت په نوم راټول او د ملت د اکثریت وګړو د ارادې مطابق په مشروع ډول د واکمنیدو هوسونه وازمایي.
دوی دمبارزې او امتیاز ګټلو تکتیکونه د انسانانو د ملاتړ اخیستو پرځای د خپل مخالف طرف وژل او بې عزته کول ټاکلي وو.
له دې کبله د افغانستان خلکو ته پرخپلو عملونو د دغو په جنایت تورنو کسانو پښېماني هغومره ارزښت نه لري،لکه د دې عملونو له عواملو سره پریکون او پرې پښېماني ښودل.
پخوانی تکرار؛معاصره بڼه
د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت،پکې د واکمنیدو هوسونه او تکتیکونه او حتی د واک ترټولو ډېرهوسیان د هغو جنایتونو له وخت سره زیات توپېرنه لري.
موږ شاهد یوو او هره ورځ وینو،چې اوسنۍ سیاسي لوبې،د واک د هوس پوره کولو هڅې او نېږدې ټول سیاسي بهیر په لږ څه توپېرسره د هماغو کلونو تکرار دی.
اوس هم قوم،ژبه،سمت او د یوه ځانګړي جریان په ګټه مبارزه او یا یې ناحقه ادعاوې زموږ د سیاسي واکمنیدو عناصردي.
ښاغلی دوستم چې په دغه بهیرکې تراوسه له لوبیدونکو مهمو او سرکښو لوبغاړو څخه یو دی،تراوسه هم د دغو نامشروع عناصرو په وسیله لوبیږي.
هغه اوس هم د خپلو پخوانیو حریفانو په شان د یوه ځانګړي قوم او سمت د نمایندګۍ ادعا لري.
په یوه وروستۍ وینا کې چې د ډاکټراشرف غني تر کاندیدیدو وروسته وه،ښاغلي دوستم په باتورانه بڼه خپل لاس پورته او وویل،چې دوه میلونه رایې د جنرال دوستم په لاس کې دي.
د ولس د یرغمل ساتلو او د څو کسو ترمنځ د افغانستان د قومونو او سمتونو د وېش فکر او کوشش لرل په اوس وخت کې د پخوانیو بدمرغیو د دوام نوې بڼه کیدای شي.
ښاغلی دوستم او بل په جنایت او خیانت تورن هرکس باید د خپلې تورې ماضي د سپینولو لپاره له هغو عواملو سره عملاٌ اړیکې غوڅې او ولس یې پرغوڅیدو مطمین کړي،چې دوی یې ترتاثېر او مرستې لاندې د بدو عملونو مرتکب او متهم شوي دي.
دخپل بام واوری به دګا ونډی کورته نه غورڅوو هر کس تر یوه حده دملت او خلکو په وړاندی ږږږږږږږږږږږږږاوس قضا وت وکړی دور اند یشه یا لیری فکر وکړی دجوړیدو او تباه کیدو شیبی دی دخپل او ملت سر نو شت په کومه بو تلل غواړی هر ه تبصر ه چه وینم کور کورانه بدون له فکره غور او سنجش په ذهنو نو با ندی تا ثیر لری زما مطلب دا چه هر کس با ید دوطن او خلکو په مورد دسا لم تفکر نه کا ر واخلی؟