هجرت الله ساحل-

د لوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالئ کې دلومړي ځل له پاره د صعنتي پارک دجوړیدو چارې پيل شوې.

د لوګر د چارواکو په خبره ياد صنعتي پارک پ۵۰۰ پنځه سوه جريبه ځمکه کې د شاوخوا ۶ ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړيږي.

د لوګر والي ارسلا جمال قومي مخورو ته د خبرو په مهال وويل؛ ترڅو چې د خلکو اقتصادي وضيعت ښه نشي او پخپله تجاران په هېواد کې پانګونه ونکړي، د هېواد اقتصاد به پرمختګ ونکړي.

ښاغلي جمال له خبريالانو سره په خبرو کې وويل؛ په دغه پارک کې به وړې او لويي فابريکې د تجارانو له لوري جوړيږي چې په وينايي په نږدې راتلوونکي به يي د بريښنا غم هم وخوړل شي.

د لوګر د امنيت امر سمونوال ريس خان صادق وايي؛ تجاران کولی شي په پوره ډاډ سره خپلې چارې پيل کړي او وويل چې د تجارانو د خوندېتوب لپاره امنيټ ډاډمن دی او هڅه به وکړي امنيت نور هم ښه کړي.

که څه هم تجاران په ډېرو ولايتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړيدو غوښتنه کوي خو تر اوسه پوري دولت په دې نه دی توانيدلي چې د تجارانو لپاره په ولايتونو کې صنعتي پارکونو لپاره بريښنا برابره کړي.

تجاران وايي؛ مخکې له دې چې دوئ ته صنعتي پارکونه جوړ شي تر هرڅه د مخه دې دولت په ولايتونو کې د انتقالي بريښنا ستونزې هوارې کړي.

One thought on “لوګر: د صعنتي پارک دجوړيدو چارې پيل شوې”
  1. د جنوبي ولایاتو نه د پرمختګ یو لوی عامل بریښنا ده.
    نه پوهیږم محمد اغې ته به څنګه او له کومه بریښنا را ولي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *